د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

چارواکي: د کونړ په اسمار او غازي اباد کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل شوي


د کونړ په اسمار او غازي اباد ولسوالیو کې له تېرو درېیو ورځو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات روان دي چې د مسؤلینو په وینا تر اوسه پکې په لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او شپږ دولتي سرتېري هم پکې ټپيان شوي دي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال سید مقصود اغا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پنځه ورځې وړاندې وسله والو مخالفینو د غازي اباد او اسمار ولسوالیو ترمنځ غځېدلي سړک ته له غره تېږي راوغوځولې او په یو شمېر ځایونو کې د موټر ضد ماینونه هم ښخ کړل چې ورسره یاده لاره وتړل شوه.

هغه وايي، دوی د غازي اباد، ناړۍ او اسمار ولسوالیو ترمنځ د بندې شوې لارې د خلاصون لپاره درې ورځې وړاندې عملیات پیل کړل چې تر اوسه پکې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

مقصود اغا وړاندې وویل:

"پرون د هوايي، توپچي او پیاده ځواکونو په بریدونو کې د وسله الو مخالفینو ۵۱ تنه وژل شوي دي او شل تنه ټپیان دي چې پکې د اسمار لپاره د طالبانو ولسوال مولوي حضرت علي، د یادې ولسوالۍ لپاره نظامي قوماندان امیر سلطان او د غازي اباد ولسوال مولوي عمران هم په وژل شوو کې شامل دي."

سید مقصود اغا وايي، د نښتې په میدان کې د مخالفینو ۱۱ جسدونه هم پاتې دي او د ملي اردو شپږ سرتېري سرسرې ټپيان شوي دي.

هغه وايي، پیل شوي پوځي عملیات به ترهغه دوام وکړي چې څو د اسمار ، غازي اباد او ناړۍ ولسوالیو لاره پرانیستل شوې نه وي او سیمه له مخالفینو نه وي پاکه شوې.

تر اوسه وسله والو طالبانو د یادو عملیاتو او پکې هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړده چې له دې وړاندې هم څو ځله د اسمار او غازي اباد ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک وسله والو طالبانو د ټرافیکو پرمخ تړلی و چې بیا یا د جرګو او یا هم د بمبار او عملیاتو په نتیجه کې پرانیستل شوی.

پر یاده لاره د کونړ د غازي اباد او ناړۍ ترڅنګ د نورستان کامدېش او برګیمټال ولسوالۍ هم پرتې دي.

د لارې بندېدو سره د مرکز اسعداباد او د یادو څلورو ولسوالیو تګ راتګ بندېږي چې له امله يې خلک ستونزو سره مخ کېږي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG