د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۵۴

په جوزجان کې د داعش څلور ښځینه غړې نیول شوي


د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، هغه څلور ښځې يې نيولي چې په داعش ډلې پورې تړلې وې او له درزاب ولسوالۍ څخه د مرکز شبرغان پر لوري روانې وې.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل، دغو ښځو په لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړى چې د داعش ډلې غړې وې.

د امنيت د امر په خبره دغه ښځې د سمنګان، بغلان او کندز اصلي اوسېدونکې دي چې په وروستيو کې له داعش ډلې سره ملګرې شوې وې.

ويل شوي په سيمه کې د داعش ډلې تر ځپل کېدو وروسته دغو ښځو غوښتل خپلو اصلي سيمو ته ستنې شي.

په وروستيو مياشتو کې د جوزجان له درزاب ولسوالۍ د داعش ډلې د تحرکاتو په اړه زيات راپورونه ورکړل شوي دي.

خو تېره اوونۍ د هېواد په شمال کې حکومت ته د داعش د لسګونو غړيو د تسليمېدو خبر ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG