په ننګرهار ولايت کې وروستيو ناامنيو مدني فعالان، د دغه ولايت اوسېدونکي او وکيلان اندېښمن کړي دي.
په دغه ولايت کې د ځينو خونړيو حملو مسؤليت داعش ډلې منلى چې د ننګرهار په ځينو برخو کې لا هم حضور لري.
افغان حکومت د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ملي اردو د تازه دمه ځواکونو او د پوليسو د يوې ځانګړې قطعې د ګمارلو خبر ورکړى دى.
صالح محمد صالح د ننګرهار د ولايتي شورا له پخواني منشي ذبيح الله زمري څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې په ننګرهار کې د وروستيو ناامنيو اصلي علت څه دى؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: