د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۵۳

نیوزویک: طالبانو په جوزجان کې د داعش پروړاندې د افغان او امریکايي ځواکونه لاس ور سپک کړ


څو معتبره نړیوالو رسنیو افغان دولت ته د داعش د څه باندې دوه نیم سوو جنګیالیو په تسلیمۍ مقالې لیکلي دي.

  • نیوزویک

نیوزویک مجلې لیکلي چې افغان او امریکايي ځواکونه چې له داعش سره په جنګ بوخت دي، طالبانو په جوزجان کې لږ لاس ور سپک کړ.

مجلې د جوزجان ولایت د چارواکو په حواله ویلي چې د داعش ډلې تسلیمي ډېره مهمه وه ځکه د تسلیم شویو جنګیالیو شمېره ډېر وه او هر یوه خپله وسله هم دولت ته سپارلې ده.

په دوام کې راغلي داعش چې اوس یې ښايي شمېر دوو زرو ته ورسیږي په دې وروستیو کې څو مرګوني بریدونه کړي و.

د داعش ډلې تسلیمي ډېره مهمه وه ځکه د تسلیم شویو جنګیالیو شمېره ډېر و او هر یوه خپله وسله هم دولت ته سپارلې ده
د داعش ډلې تسلیمي ډېره مهمه وه ځکه د تسلیم شویو جنګیالیو شمېره ډېر و او هر یوه خپله وسله هم دولت ته سپارلې ده

د نیوزویک په لیکنه امریکایي چارواکو اندېښنه درلوده چې له عراق او سوریې تښتیدلي داعش جنګیالي به افغانستان ته لاړ شي او جنګ ته به دوام ورکړي.

دې مجلې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د شاوخوا لسو ورځو مخکې خبرې راخیستي چې ویلي یې وو:

د طالبانو او داعش له جنګه خبر دی او دا کار هڅوي ځکه د ده په خبره داعش ډله باید له منځه لاړه شي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په دې اړه لیکي چې له طالبانو سره په جوزجان کې دوه ورځنی جنګ داعشیان اړ ایستل څو افغان دولت ته تسلیم شي.

ورځپاڼې دا تسلیمي د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې نابودي یاده کړې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله لیکلي چې: د داعش ۱۲۸ غړي یې ژوندي نیولي او د برخلیک په اړه به یې د ده په خبره د طالبانو پوځي محکمه پرېکړه وکړي.

د داعش د یوه قومندان په خبره د هغو کسانو په ډله کې چې افغان دولت ته تسلیم شوي دي پنځه ویشت تر دېرش کسان بهرنیان دي چې ډيری یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو تابعیت لري.

افغان دولت ته تسلیم شوي دي پنځه ویشت تر دېرش کسان بهرنیان دي چې ډيری یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو تابعیت لري
افغان دولت ته تسلیم شوي دي پنځه ویشت تر دېرش کسان بهرنیان دي چې ډيری یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو تابعیت لري

نیویارک ټایمز ورځپانې د جوزجان د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې د رییس مولوي عبدالحی حیات په حواله لیکلي چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو شاوخوا دوه زره وسله وال کسان له بیلابیلو ولایتونو ان هلمنده جوزجان ته تللي څو له داعش سره جنګ وکړي.

ورځپاڼه په جوزجان کې د داعش ډلې د څو سوه کسیزې ډلې د قومندان مفتي نعمت الله په اړه لیکي چې دی یو وخت د طالبانو قومندان هم پاتې شوی او اوس چې دولت ته تسلیم شو په جوزجان کې یې د داعش د یوې ډلې مشري په غاړه درلوده.

نیویارک ټایمز : تسلیم شوي داعشیان په تېرو وختونو کې یې د خلکو سرونه پرې کړي او ماشومان یې جنګ ته مجبوره کړي دي.

هغه نیویارک ټایمز ته ویلي که له دولت سره یوځای کېدل یې ګډوډ شي په خپله ښه پوهیږي چې څه وکړي.

خو ورځپاڼې لیکلي چې مفتي نعمت الله او ملګري یې د افغان دولت میلمانه نه دي، بلکې بندیان یې دي چې په تېرو وختونو کې یې د خلکو سرونه پرې کړي او ماشومان یې جنګ ته مجبوره کړي دي.

XS
SM
MD
LG