د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

نی: د شمال زون په رسنیو کې د ښځینه مسلکي خبریالانو حضور کم شوی


د نی دفتر یا له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ موسسه د افغانستان د شمال زون په رسنیو کې د ښځینه مسلکي خبریالانو د حضور د کموالي په اړه اندېښنه ښايي.

په شمال زون کې د نی د دفتر مسئوله مبینه ساعي وايي چې د شمالي ولایتونو په رسنیو کې د ښځینه مسلکي خبریالانو حضور کم شوی او یادې مسئلې د افغانستان په شمال کې مسلکي رسنیز کار او فعالیت له ستونزو سره مخ کړی دی.

اغلې مبینې ساعي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د شمال زون په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور د پام وړ دی، خو اکثره دا خبریالانې تازه کاره او غیر مسلکي دي چې د کاري ظرفیت د ټیټوالي له امله یې، د رسنیو د تولیدي او نشراتي موادو د کفیت کچه هم ټیټه کړې ده.

مبینه ساعي یې په اړه وايي:

" د شمال زون په رسنیو کې د ښځو حضور ښه دی، خو د پخوا په شان ښځینه مسلکي خبریالانې نشته چې په لوړ ظرفیت کار وکړي، په مسلکي پوهې سره فعالیت ترسره کړي، مسلکي ښځینه خبریالانو د وروستیو نا امنیو له وجهې دندې پرېښې دي. "

سره له دې چې په شمال زون کې د نی دفتر په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور د پام وړ بولي او وايي یوازنۍ ستونزه په دې برخه کې د ښځینه خبریالانو غیر مسلکي فعالیت دی چې په همدې زون کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټه بیا په رسنیو کې د ښځو د حضور له کموالي خبر ورکوي.

آرشیف
آرشیف

په شمال زون کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې د ښځو څانګې مشرې ریحانې سادات ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې له ۲ کلونو راهیسې په شمالي ولایتونو کې د نا امنیو له وجهې په تصویري او غږیزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور د پام وړ کم شوی دی.

مېرمن رسولي په دې باب داسې وویل:

" د شمال زون په رسنیو کې خاصتاً په فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان کې د ښځینه خبریالانو حضور د نا امنۍ د زیاتوالي له امله کم شوی دی. "

په بلخ ولایت کې هم ښځینه خبریالانې د دوی د فعالیت په وړاندې د ستونزو له شتونه خبرې کوي او وايي چې د نا امنیو حاکمیت او په ټولنه کې ناسم دودونه د ښځينه خبریالانو د رسنیز کار په وړاندې اساسي خنډونه شمېرل کېږي.

مهناز موزون په بلخ ولایت کې خبریاله ده، هغه وايي چې د ټولنیزو او امنیتي ستونزو ترڅنګ ښځینه خبریالانې له وظیفوي مصؤنیت څخه هم نه دي برخمنې او یاده مسئله سبب شوې چې ډېری نجونې په رسنیو کې کار کولو ته زړه ښه نه کړي.

مهناز خپل نظر داسې څرګند کړ:

" په شمال زون کې کومې ښځینه خبریالانې چې رسنیو کې فعالیت کوي، له هېڅ ډول وظیفوي مصؤنیت څخه نه دي برخمنې، دا کار د هغوی په وړاندې لویه ستونزه بلل کېږي، دوی له نا معلومې راتلونکې سره مخ دي او له امله یې رسنیو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا کمه شوې ده. "

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې رسنیز کار خاصتاً د ښځینه خبریالانو فعالیت له هغه تر ډېرو ستونزو سره مخ دی، کوم چې د خبریالانو مدافع بنسټونه یې یادونه کوي، یوازې په تېرو څلور میاشتو کې د ازادي راډیو د درېیو ژورنالیستانو په ګډون، ۱۱ خبریالانو په ترورېستي حملو کې شهیدان شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG