د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

سټارز انډ سټرایپس: امریکايي سرتیري د افغانستان له عملیاتو سره نا بلده ندي


  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې په افغانستان کې د جنګ او سولې پر هڅو مقاله لیکلې ده.

د دې مطلب په یوه برخه کې راغلي چې طالبان لږ تر لږه د یوې موقتې سولې په لټه کې دي.

د خپرونې په لیکنه که څه هم طالبان د سیمه ییزو مشرانو په ګواښلو برلاسي دي او افغان پوځیان په ډېرو برخو کې تر برید لاندې نیسي خو دا ډله په دې ونه توانېده چې د کندز په څېر یو وړوکی ښار ونیسي او په خپل کنټرول کې یې ولري.

نشنل انټرسټ لیکي کله چې طالب اورپکي سره ټولیږي د امریکا متحده ایالتونو د هوایي پوځ له خوا ویشتل کیږي.

د خپرونې په لیکنه د طالبانو مشران او د منځنۍ کچه سرګروپان د پاکستان په قبایلي سیمو کې په خپلو امن پټنځایونو کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو له خوا او هم په ځانګړیو عملیاتو کې هدف ګرځیدلي دي.

سږ کال په کمکي اختر کې بې ساري هم په افغانستان کې یوه هیله راپيدا کړې ده
سږ کال په کمکي اختر کې بې ساري هم په افغانستان کې یوه هیله راپيدا کړې ده

د مطلب په دوام راغلي چې سره له دې هم د سږ کال په کمکي اختر کې بې ساري هم په افغانستان کې یوه هیله راپيدا کړې ده.

  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې افغانستان ته د تازه دمیو امریکايي سرتیرو د استولو په اړه مقاله لیکلې ده.

تاریخ ثابته کړې چې امریکايي سرتیري د افغانستان له عملیاتو سره نا بلده ندي
تاریخ ثابته کړې چې امریکايي سرتیري د افغانستان له عملیاتو سره نا بلده ندي

د ورځپاڼې په لیکنه د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نیویارک، تکزاس او کولورادو کې مېشت امریکایي سرتیري افغانستان او جنوبي کوریا ته استول کیږي.

سټارز انډ سټرایپس: په نیویارک، تکزاس او کولورادو کې مېشت امریکایي سرتیري افغانستان ته استول کیږي.

خو د دغو سرتیرو شمېر لا نه دی روښانه.

د امریکا د پوځ په بیان کې راغلي چې تاریخ ثابته کړې چې امریکايي سرتیري د افغانستان له عملیاتو سره نا بلده ندي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې دا سرتیري په تېرو دوو کلونو کې په سختو تمرینونو سره له ذهني او فزیکي پلوه د یوه نوي ماموریت د پيل جوګه ګرځیدلي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا سرتیري به د هغو امریکايي سرتیرو ځای ونیسي چې اوس وخت په افغانستان کې په دنده بوخت دي.

XS
SM
MD
LG