په دې وروستيو کې د سولې ولسي حرکت په خپلو وینو لړلی لیک د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاره.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د سولې ولسي حرکت په کابل کې د پاکستان د سفارت مخته اعتراض وکړ.
له دې وړاندې د یاد حرکت غړیو په کابل کې د امریکا او روسیې سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته هم پرت وهلی چې هدف یې په ملي او نړیواله کچه د افغانستان سولې ته پام اړول و.
ملالۍ بشیر پر دې موضوع د چارو له کارپوه ودير صافي سره خبرې کړې او په سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې دا ډول حرکتونه د سولې په برخه کې څومره اغېزمن ثابتېدلای شي.
مرکه په ګډه اورو.