د فرانسې سفیر په هلمند کې ژمنې وکړې.
فرانسوا ریشه درې ورځې وړاندې لښکرګاه ته راغلی و، هغه د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري ناسته کې وویل چې هلمند ته د سفر هدف دا دی چې د هلمند امنیتي حالت وګوري او د خلکو سره مشوره وکړي چې د فرانسې حکومت د دې ولایت سره څه مرسته کولای شي.
فرانسوا ریشه چې د هلمند د والي تورن جنرال محمد یاسین سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان په خاص ډول هلمند کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو او د سولې په اړه د روانو هلو ځلو ملاتړ وشي.
هغه د معارف، صحت او امنیت په برخه کي د خلکو نه مشورې اخیستي دي چې د سفیر په خبره وروسته بهيې په اړه ځانګړې مرسته وکړي.
دا په تېره لسیزه کې لمړی ځل دی چي د فرانسې یو سفیر د افغانستان جنوب هلمند ولایت ته ځي.
په دې اړه د الیاس داعي راپور واورئ: