د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: د تورنو نوماندانو په اړه شکایتونه څېړل کېږي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ریيس عبدالعزیز اریايي که څه هم د دغو تورنو کسانو نومونه نه اخلي خو وايي چې یوشمېر کاندیدان د غیرمسوولو وسلو د لرلو په داسې درندو تورونو تورن دي چې ارزونې او د امنیتي ارګانونو تاییدولو ته یې اړتیا نه شته.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریايي وايي، شکایتونه ثبت شوي او د غیر مسؤلو وسله والو ډلو د لرلو په تور د تورنو کاندیدانو د ارزونې ځانګړی کمېسیون په دې اړه تصمیم نیسي.

د ښاغلي اریايي په خبره، په دغو تورنو کسانو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ځینې برحاله غړي هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره په کاندیدانو کې داسې کسان هم شته چې غیر مسؤل وسله وال کسان لري او په ناامنیو کې ښکېل دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان له خلکو سره یوځل بیا ژمنه کوم چې قانون به په عادلانه توګه پلی کړم، بل مورد له دښمن سره همکاري ده چې په خواشینۍ سره په دې برخه کې شکایتونه لرو او هغه کسان چې پخوا تردې له دښمن سره د همکارۍ په تور، د کشفي ارګانونواو د کورنیو او د فاع د وزارتونو لخوا ثبت شوي، د هغو په اړه به هم تصمیم ونیسو."

له دښمن سره لاس لرل، د غیر مسؤلو وسله والو لرل، د دغو ډلو مشري کول، د مخدره موادو قاچاق، د ځمکو غصب او د سازماني جرایمو ترسره کول هغه تورونه دي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو یوشمېر کاندیدان پرې تورن دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رئیس وايي، دغه تورن کسان یې په درې برخو ویشلي او وايي چې د لومړۍ برخې تورونه دومره درانده دي چې ارزونې ته اړتیا نه لري.

د دویمې ډلې د تورنو لېست عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوی او دریمه ډله هغه تورن دي چې شکایتونه ترې شوي، خو ارزونې ته اړتیا نه لري.

دغه کمېسیون وايي، تراوسه یې ۲۰۰ شکایتونه او اعتراضونه، ثبت، ډل بندي، بررسي او تحلیل کړي دي.

د غیر مسؤلو وسله والو ډلو د لرلو په تور د تورنو کاندیدانو د ارزونې ځانګړی کمېسیون، د تورنو کاندیدانو نومونه نه اخلي خو وايي چې په دې اړه به د عدلي او امنیتي ارګانونو له ارزونو وروسته، خپله پرېکړه اعلان کړي.

په دغه ځانګړي کمېسیون کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، ملی امنیت او د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي شامل دي او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون په چوکاټ کې د ولسي جرګې او ولسوالیو دشوراګانو د کاندیدانو شکایتونه ارزوي او خپل وروستۍ پرېکړه به اعلان کړي.

د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئيس یوسف رشید وايي، ممکن دغه ځانګړی کمېسیون د تورنو کسانو په ارزونو کې تر سیاسي فشارونو او ګواښونو لاندې راشي:

یوسف رشید
یوسف رشید

"کله چې ځینې موارد ثابت شوي وي، د اکثریت او اقلیت رای ګیری ته اړتیا نه لري، له دغه کمېسیون نه غواړو چې د قانون له مخې، په عادلانه توګه، له فشارونو پرته تصمیم ونیسي، که له داسې مواردو سره مخ شي نو محافظه کاري دې نه کوي او له خلکو او رسنیو سره دې شریک کړي."

ښاغلي رشید وايي، که دغه کمېسیون د سیاسي نفوذ له مخې خپلواکي ونه ساتي، د خلکو او انتخاباتو پروړاندې به یې لوی خیانت کړی وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG