د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

په کندهار کې د ښځو لاسي صنعت وده کړې


د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسئولین وایي، دوی توانېدلي چې په تېرو څو کلونو کې څلور زره مېرمنې د لاسي صنعت په برخه کې ورزوي چې دې کار د مېرمنو پر اقتصادي وضعیت هم مثبت اغېز کړی دی.

په کندهار ښار کې د مېرمنو د حرفوي زده‎کړو يوازنی ستر مرکز فعال دی چې دا مهال په‎کې سلګونه مېرمنې د خياطۍ، حجاب جوړونې او د لاسي صنعت د نورو ډولونو په زده‎کړو بوختې دي.

د کندهار د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کار امر او د ياد مرکز مشر حبيب‌الله جېلاني وایي، دوی توانېدلي له دې لارې د ښځو د بې‎کارۍ کچه کمه او هغوی ته په ټولنه کې د کار کولو فرصتونه برابر کړي.

د حرفوي زده‎کړو د دې مرکز د مشر په وینا د تېرو ۱۱ کلونو په اوږدو کې په دغه مرکز کې له څلور زره څخه زياتې مېرمنې روزل شوې دي.

نوموړی وایي چې د مېرمنو د لاسي توليداتو د پلور لپاره‌یې د کندهار ښار په دوه برخو کې دوه مرکزونه هم پرانیستي دي.

ښاغلي جیلاني زیاته کړه:

"دغه خویندې چې موږ روزو، که څه هم بدبختانه دوی د خپلو لاسي دولیداتو لپاره بازار نه‎لري، خو دوی یو شمېر اتحادیو ته ورځي او هلته خپل یوه ګوله روزي پیدا کوي."

خپله د لاسي صنعت په زده‎کړو بوختې مېرمنې هم دا د خپل اقتصادي وضعیت د پياوړتیا لپاره يوه ښه فرصت يادوي.

دوی له نورو مېرمنو غواړي چې په دا ډول فعاليتونو سره د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

که څه هم د هېواد په يو شمېر ولایتونو کې د ښځو د لاسي توليداتو د خرڅلاو لپاره لوی مرکزونو جوړ شوي، خو لا هم مېرمنې په خپل لاس د جوړو شویو توکو د خرڅلاو لپاره د بازار له نشت څخه شکایت کوي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG