د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

امریکا: په اوکراین کې تش په نوم ټولپوښتنې به مشروعيت ونه لري


د امريکا د متحده ايالتونو حکومت وايي، د اوکراين په ختيځو سيمو کې يې د ټولپوښتنې پر ملاتړ غور نه دى کړى.

د امريکا متحده ايالتونو د ملي امنيت شورا وياند ګاريت مارکويس «Garrett Marquis» پرون وويل چې د تش په نوم ټولپوښتنې تنظيمول، به مشروعيت ونه لري.

تر دې يوه ورځ مخکې د امريکا متحده ايالتونو لپاره د روسيې سفير اناتولي انتونوف ويلي وو چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرامپ او د هغه روسي سيال ویلادمير پوتين د فنلنډ په پلازمېنه هلسينکي کې د سرمشريزې پر مهال د اوکراين په ختيځ کې د شخړې د حل لپاره پر ”کوټلو پېشنهادونو“ بحث کړى دى.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرامپ او د هغه روسي سيال ویلادمير پوتين
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرامپ او د هغه روسي سيال ویلادمير پوتين

بلومبرګ خپرونې د چهارشنبې په ورځ د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړى و چې ويلي يې وو، پوتين روسي ډيپلوماټانو ته ويلي چې ولسمشر ټرمپ ته يې پېشنهاد کړى په هغو سيمو کې چې د روس-پلوه بېلتون غوښتونکو په ولکه کې دي، ټولپوښتنه وشي.

دغه بېلتون غوښتونکي د اوکراين د دوو ولايتونو پر ځينو برخو کنټرول لري.

​خو د امريکا لپاره د روسيې سفير انتونوف وويل، پر دې موضوع بحث شوى دى، ظاهراً د هغه اشاره د اواکراين په ختيځ کې شخړې ته وه، نه د کومې ټولپوښتنې پېشنهاد ته.

د روسيې سفير زياته کړه، د دې ستونزې د حل لپاره ځينې کوټلي پېشنهادونه شوي دي، خو انتونوف دغه پېشنهادونه تشريح نه کړل.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټوېټر کې ليکلي چې ده او پوتين په هلسينکي کې د اوکراين پر وضعيت بحث وکړ، خو ولسمشر ټرمپ هم د کومې ټولپوښتنې يادونه ونه کړه، نه يې او د اوکراين په اړه نور جزئيات وړاندې کړل.

د اوکراين په ختيځو سيمو دونيڅک او لوهانسک کې د ٢٠١۴مېلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې د اوکرائيني ځواکونو او روس-پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ په شخړه کې تر ١٠زرو او ٣٠٠ زيات کسان وژل شوي دي.

اوکراین
اوکراین

که څه هم مسکو د اوکراين په کورنيو مسايلو کې د لاسوهنې ادعاوې رد کړې دي، خو نړيوالې جزايي محکمې «ICC» د ٢٠١٦مېلادي کال په نوامبر مياشت کې دغه

شخړه د اوکراين او روسيې فډراټيف ترمنځ نړيواله وسله واله شخړه بللې وه.

XS
SM
MD
LG