د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې هغه سیمې چې اوس تازه افغان امنیتي ځواکونو نیولي دي، د سرې میاشتې خیریه ټولنې له لوري له ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د سیمې خلک که څه هم د مرستو په ترلاسه کولو خوښ دي، خو له دولته د ورته نورو مرستو او بیارغونې د کارونو غوښتنه کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې پهدې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو تر درنې جګړې وروسته د ترینکوټ دهراوود د لارې په ګډون ډېری کلي له طالبانو نیولي چې د زیاتو سیمو خلکو ته پهکې مالي زیانونه اوښتي او له دولته د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: