د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

څېړنه: پر ۳۲۸ زره هکټاره ځمکو کوکنار کرل شوي چې یوازې ۵ یا ۶۰۰ یې اړول شوي


په روان ميلادي کال کې په مجموعي ډول تر درې لکه هکتاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي چې حکومت يوازې له پنځو څخه تر شپږو سوو هکتارو ځمکو کوکنار اړولي دي.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت څېړنو لومړنۍ شمېرې ښيې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په ۳۲۸ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي او بزګرو د ډېری ځمکو ترياک هم ټول کړي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدي ازادي راډیو ته وویل چې په روان ميلادي کال کې ډېری کوکنار د کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، بلخ، بدخشان، فراه، فاریاب، بادغیس، سمنګان، بغلان او هرات ولایتونو په ناامنه سیمو کې کرل شوي دي.

ښاغلی احمدي وايي چې په‎دې سيمو کې ناامنۍ د کوکنارو د کښت اړولو مخه نيولې ده، خو دا چې په ځينو امن سيمو کې هم کوکنار نه‎دي اړول شوي، په‎دې ښاغلی احمدي وايي:

"په ۲۰۱۸ کال کې په ۳۲۸ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، موږ باید له دوو څخه تر پنځو فیصدو پورې د کوکنارو کښت اړولای وای، خو خپل دې هدف ته و نه رسېدو. په‎دې څو ولایتونو کې له پنځو څخه تر شپږو سوو هکټارو پورې ځمکې له کوکنارو څخه پاکې شوي دي. په سلو کې ۹۳ کوکنار په هغو سیمو کې کرل شوي چې ناامنه دي. په کومو سیمو کې چې امن دی، هلته بیا د مربوطه ادارو ترمنځ همغږي نشته."

ښاغلی احمدي زياتوي چې له ۲۰۱۴میلادي کال راهيسې د ناامنۍ له خاطره د کوکنارو اړولو کلنی پلان سم نه‎دی عملي شوی او موږ خپل ټاکلي هدف ته نه يو رسېدلي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د کندهار له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست وايي چې په کندهار کې بزګران د کوکنارو له کښت سره ليوالتیا نه‎لري، خو د شمالي ولایتونو مسؤلین بیا په خپلو سیمو کې د کوکنارو د زیاتوالي خبره کوي.

غور هم يو له هغو ولايتونو څخه دی چې سږکال ډېر کوکنار په‎کې کرل شوي دي.

د غور ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې د رئیس په وینا سږکال په‎دې ولايت کې د کوکنارو د کښت پرضد کمپاين نه‎دی شوی.

د ولسي جرګې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې کمېسيون يو غړی چمن شاه اعتمادي وايي چې د ناامنۍ تر څنګ، د جدي موقف او عملي پلان نشتوالي هم د نشه‎يي موادو کښت او توليد ته لاره اواره کړې ده.

ښاغلی اعتمادي زیاتوي:

"له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د چارواکو بې غوري او نه پاملرنه د کوکنارو کښت او تولید ته لاره اواره کړې ده. له بده‎مرغه چې په وروستیو کلونو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې داسې ستراتيژیک او د عملي کېدو وړ پلان نشته. اوس چې نشه يي مواد ډېر شوې او د مبارزې د برخې چارواکي ناامني پلمه کوي دا سم دلايل نه‎دي، بلکې دا عذر تر ګناه بدتر دی."

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت بیا د افغان امنیتي ځواکونو له لومړیتوبونو څخه د نشه‎يي موادو د مبارزې وتل د کوکنارو د کښت او تولید د زیاتوالي لامل بولي او له امنیت شورا څخه غواړي چې له نشه يي موادو سره مبارزې ته دې له تروریزم سره د مبارزې د پلان په سرکې ځای ورکړي.

دغه ډول ښاغلی اعتمادي وړاندیز کوي چې امنیتي ځواکونه او نشه يي موادو ته ځانګړي شوي ظرفیتونه باید په نورو برخو کې و نه‎لګول شي، ځکه چې له نشه يي موادو سره مبارزه د طالبانو او تروریستانو مالي سرچینې وچوي.

غږیزه بڼه یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG