د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د امریکا ولسمشر واشنګټن ته د روسیې د ولسمشر د بلنې سپارښتنه کړې


د امریکا ولسمشر د پنجشنبه په ورځ د جولای ۱۹ پر خپله ټویټر پاڼه پر رسنیو انتقاد کړی چې ګواکي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې دده د لیدنې په اړه منفي خبري پوښښ ورکړی دی.

ډونالډ ټرمپ په دې ټویټ له روسیې سره وروستۍ سرمشریزه یوه لویه بریا بللې ده او وایي تمه لري چې له ولسمشر پوتین سره یې دوهمه لیدنه هم وشي، څو د ځینو هغو موضوعاتو بشپړېدل پیل شي چې دوی بحث ورباندې کړی دی.

ولسمشر ټرمپ وایي، په دې کې د ترورېزم مخنیوی، د اسرائیل لپاره امنیت، د اټمي وسلې اړوند موضوعات شامل دي.

ولسمشر ترامپ او ولادیمیر پوتین
ولسمشر ترامپ او ولادیمیر پوتین

ولسمشر ټرمپ دغه راز د پروپاګند ، سایبر یا انټرنټي بریدونو ، سوداګرۍ ، اوکرایین ، د منځني ختیځ سوله ، شمالي کوریا او داسي نورو مواردو ته هم اشاره کړې ده.

د امریکا ولسمشر زیاتوي چې ددې مسایلو لپاره ډیرې پوښتنې شته چې ځیني آسانه او ځیني سختي دي خو دی وایې ټول هواریدای شي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول د دواړو مشرانو د احتمالي بیا لیدني په اړه څه ندې ویلي او نه یې دا جزییات ورکړي چې کومي موافقې ته به رسیدلي وي.

د روسیې ولسمشر هم دغهوروستۍ سرمشریزه په ټوله کې بریالۍ بللې وه او ادعا یې کړې چې ځیني ګټورو موافقو ته یې لار هواره کړه ، خو پدې اړه یې نور جزییات ندي ورکړي.

ډونالډ ټرمپ له ولسمشر پوتین سره په هلسنګې کې د جولای د شپاړسمې نیټې تر غونډي وروسته په خپل هیواد کې د خپلو ګڼو ګوندي پلویانو په شمول د کانګرس له انتقادونو سره مخامخ شو .

انتقادونه تر ډیره په امریکا کې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو انتخاباتو په لړ کې د روسیې د لاسوهنې په ارتباط وه چې ولسمشر ټرمپ د ولسمشر پوتین هغو څرګندونو ته ظاهرا ترجیح ورکړه چې د امریکا په انتخاباتو کې یې د روسیې لاسوهنه رد کړه .

منتقدین وایې ټرمپ پدې کار سره په دې اړه د امریکا د استخباراتي ادارې پایلې تر پوښتنې لاندي راوستلې.

د همدې انتقادونو په دوام د امریکا د کورني امنیت وزیرې Kirstjen Nielsen کرسټن نیلسن په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا باید د روان کال په وروستیو کې ددغه هیواد په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهني د مخنیوي لپاره آمادګي ونیسي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټن نیلسن
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټن نیلسن

نیلسن د پنجشنبه په ورځ په کولورادو ایالت کې یوې امنیتي غونډي ته وویل چې د امریکا په انتخاباتي ادارو کې د روسیې د مداخلې په اړه شک نلري ، خو وایې دا کار تکراریدای هم شي.

« زه فکر کوم دا به احمقانه وي چې فکر وکړو هغوی دا کار ندی کړی . هغوی دا وړتیا او دا اراده لري . موږ باید آماده اوسو.»

نیلسن زیاته کړه داسي شواهد ندي لیدل شوي چې روسیې د کومي ځانګړي سیاسي ډلي په ګټه کار کړی وي ، بلکه ددې په خبره ټول هدف د نفاق خپرول دي.

په همدې ورځ ( د جولای ۱۹) جمهوري غوښتونکي سناتور میچ مکانل چې په سنا مجلس کې د اکثریت مشري کوي ویلي چې د سنا له دوو کمیټو څخه یې غوښتي چې په انتخاباتو کې د لاسوهنې د ادعا په ارتباط پر روسیې د نورو احتمالي بندیزونو په اړه بحث وکړي.

دی وایې دا بحثونه به د نومبر په راتلونکو انتخاباتو کې روسیې ته د لاسوهني د ځواب یوه برخه وي .

په ټوله کې ددې مسالې منتقدین پدې باور دي چې د روسیې دا کار د امریکا د ډیموکراسۍ د کمزوري کولو یوه هڅه ده .

XS
SM
MD
LG