د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۲۷

پر سکریپال او لور یې د کیمیاوي موادو حمله کوونکي پېژندل شوي


بریتانوي څېړونکي باور لري چې پر پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه پر لور د«نويچوک» په نوم د د کیماوي موادو د برید مسؤلین یې پېژندلي دي.

بریتانوي خبري اژانس «PA» د یوې سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی، خو ویل شوي چې په دې اړه له روانو څېړنو خبر دی؛ وايي؛ څو تنه روسانو د وژنې په دې هڅه کې لاس درلود.

دې سرچینې زیاته کړې چې د مشکوکو کسانو هویت د امنیتي کمرو د عکسونو او په همدې وخت بریتانیا ته د داخلو شویو کسانو له ریکارډ سره تایید شوی دی.

سکریپال او لور یې یولیا د مارچ په میاشت کې د بریتانیا سالیسبوري ښار کې په نويچوک موادو له مصمومېدو وروسته پر یوې څوکۍ د بې هوښۍ په حال کې وموندل شول.

دواړه وروسته په روغتون کې ورغېدل.

لندن پرلپسې مسکو د دې برید مسول بللی، خو روسیې دا تورونه رد کړي دي.

دا راپور د ډان ستورګیس په نوم د یوې ۴۴ کلنې مېرمنې د مړینې په اړه له څېړنو مخکې خپرېږي.

نوموړې ددې میاشتې په پیل کې د «نويچوک» عصاب فلجونکې موادو سره د تماس له کبله مړه شوه.

دا زهرجن مواد د سټورګیس د ملګري چارلي رولي په کور کې په یو بوتل کې موندل شوي.

چارلي خپله هم په روغتون کې په ناوړه روغتیايي وضیعت کې دی.

XS
SM
MD
LG