نړیوالو چاپي خپرونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د احتمالي مخامخ خبرو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
- وال ستریت جورنال
وال ستریت جورنال لیکي، په واشنګتن کې اوس محاسبه بدله شوې ده او امریکایي چارواکي دا ویره لري چې ښایي ولسمشر ډانالډ ټرمپ د افغانستان د ۱۷کلنې جګړې لپاره نور زغم ونه کړي او خپل ځواکونه له دې هیواده وباسي.
ورځپاڼې بیا له طالبانو سره د امریکایانو د مستقیمو خبرو وړاندیز ته اشاره کړې ده او په کانګرس کې یې د جمهوریت غوښتونکو د استازي ایلیوت اینجیل خبرې را اخیستې دي چې وایي، طالبان ادعا کوي چې په بشپړ ډول به نړیوال ترورزم ته شا کړي او د ښځو او اقلیتونو حقونو ته به درناوی وکړي.
د دغه امریکایي استازي په وینا، هغه وخت رارسیدلی دی چې نتیجه ترلاسه شي، ځکه چې طالبان په خپلو خبرو کې جدي دي.
همداراز لوریل میلر چې تر تیرکال پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا استازې وه، وال ستریت جورنال ته ویلي دي چې د طالبانو، امریکا او نورو غاړو ترمنځ له یوې مودې راهیسې خبرې روانې دي.
میرمن لوریل زیاتوي چې په دې خبرو کې پکار دي چې متحد ایالتونه په ډیر قوت داخله وي ترڅو نورو ته د منلو شي ځکه چې واشنګتن د افغانستان د سولې په بهیر کې یو مهم اړخ دی.
- ټایم مجله
د سولې د همدې احتمالي خبرو په اړه یوه بله خپرونه، ټایم مجله لیکي، د امریکا متحد ایالتونه چمتو دي چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښیني.
د دې مجلې په باور دا پریکړه د ټرمپ په ادارې کې د افغانستان په ارتباط یو تخینکي بدلون دی چې رامنځته شوی دی. خپرونه وړاندې لیکي، پخوا واشنګتن پر دې ټینګار کاوه چې له طالبانو سره په هغو مذاکراتو کې برخه اخلي چې د افغان حکومت استازي هم پکې وي.
طالبان له اوږدې مودې راهیسې وایي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي خو له امریکایانو سره خبرو ته چمتو دي.
ټایم بیا د اسوشیتد پریس اژانس په استناد دا خبره رااخیستې ده چې په قطر کې د طالبانو د دفتر استازیو ویلي دي چې تر اوسه امریکایانو له دوی سره د خبرو لپاره رابطه نه ده نیولې او له دوی سره د مذاکرو خبره یې یوازې د رسنیو له لارې اوریدلې ده.
طالبانو په ورته وخت کې ویلي دي چې دوی د خبرو لپاره د امریکایانو رسمي بلنې ته انتظار کوي، خو طالبانو دا خبره هم کړې ده چې امریکایان باید د خبرو لپاره یو شمیر ګامونه واخلي، د طالبانو مشران له تور لست څخه بهر کړي او د دوی د قطر دفتر په رسمیت وپیژني.