د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

نېکلسن: د ولسمشر ټرمپ حکم به د افغان سولې خبرې لا قوي کړي


په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي، د ولسمشر ټرمپ هغه حکم به د سولې خبرې لا قوي کړي چې ډيپلوماتيکو ادارو ته يې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه کړی.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن چي په افغانستان کې يې ماموریت پای ته رسېدلی، د دوشنبې په ورځ د ۷ هېوادونو له سفیرانو سره کندهار ته تللی او دغلته یې د سولې او جګړې په اړه څرګندونې وکړې.

هغه په یوه غونډې کي وویل چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ولسمشر ټرمپ د هغه امر تطبیق کوي چې طالبانو ته يې د سولې د مخامخ خبرو کولو په اړه کړی.

د ایساف ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن
د ایساف ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن

جان نېکلسن وویل:

"زموږ د بهرنیو چارو وزارت ته شوی دا حکم به د سولې پروسه لا قوي کړي، نه یوازې امریکا د افغان سولې لپاره هڅه کوي، بلکې له موږ سره راغلي د ۷ هېوادونو سفیران په دې برخه کې مرسته کوي."

د بهرنیو ځواکونو دغه قوماندان د سولې په څنګ کې د جګړې او عملیاتو د زیاتوالي خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه:

"زما پیغام تاسو مشرانو ته دا دی چې موږ په جنګ او سوله کې تاسو سره یوو، که تاسو له مخالفینو سره د جګړې غوښتنه کوئ او یا سوله، موږ ستاسو غوښتنې منو."

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان نېکلسن یو ځل بیا له افغان ځواکونو سره د نړیوالو د مرستو یادونه هم وکړه او ویې ویل:

"نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې له پروسې په کلکه ملاتړ کوي، تاسو تېره اوونۍ ولیدل چې په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې غړو هېوادونو نه یوازې د سولې له خبرو ملاتړ وکړ، ترڅنګ يې د ۲۰۲۲ میلادي کال پورې د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه هم وکړه، یعنې شپږ کاله نور به دلته نړیواله ټولنه مرستو ته دوام ورکوي."

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د سولې په برخه کې د حکومت پر هلو ځلو خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې د اختر اوربند نه یوازې وسله والو ته يو پيغام و، بلکې له اوربند وروسته د هغوی په منځ کې مخالفتونه زیات شوي دي.

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي
د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي

د دفاع وزیر په ټينګار سره وویل چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د سولې طرفدار نه دي او مخالفین جګړې ته هڅوي، نو ځکه د سولې او جګړې اقدامات پر یوه وخت کوي.

سپينې ماڼۍ د افغان سولې د بهیر د پیلولو لپاره له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو امر داسې مهال ورکوي چي له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې افغان حکومت د یوه داسې دریځ په تمه و او طالبانو هم له اوږده مهال راهیسې د افغان حکومت پر ځای، له امریکا سره د خبرو کولو غوښتنه کوله.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG