د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د افغانستان بانک: بهرني اسعار په تېره ډالر د هېواد له ۵ بندرونو بهر قاچاق کېږي


د افغانستان بانک رئیس وايي، بهرني اسعار په تېره ډالر، د هېواد له پنځو رسمي بندرونو بهر ته قاچاق کېږي.

د افغانستان بانک رئيس د ولسي جرګې د ځینو غړو د شکایتونو له مخې، د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۵» د جرګې عمومي غونډې ته استجواب شو.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ټیټوالی او د مندرسو پیسو د سوځولو په برخه کې، د شفافیت نشتوالی د استجواب دلیلونه وو.

د افغانستان بانک رئيس خلیل‌الله صدیق وايي، بهرنیو هېوادونو ته د بهرنیو اسعارو قاچاق د افغانۍ د ارزښت د ټیټوالي عمده لامل دی.

خلیل الله صدیق
خلیل الله صدیق

نوموړي وویل:

"دغه قاچاق تر ډېره ځایه د هېواد له پنځو رسمي بندرونو کېږي، دغه قاچاق د اسلام قلعه او حیرتانو له بندرونو او د کابل، مزار، نیمروز او فراه د هوايي ډګرونو له لارې کېږي. تاسي خبر یاست چې په هرات کې شااوخوا ۱۰۰ ټکسیانې دي چې هره ورځ له هراته ت رمشهده ځي او راځي. هلته د اسعارو، پاسپورټونو او ویزو قاچاق کوونکي شته، هره ورځ سفر کوي او په لاسي بکسونو کې پیسې لېږدوي."

د ده په خبره، دغه قاچاق کوونکي په بندرونو کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا نه‌پوښتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو په تېره، د ډالرو پر وړاندې ټیټ شوی دی.

په تېرو څو ورځو کې یو ډالر آن له ۷۳ په ډېرو افغانیو بدلېده، خو د افغانستان بانک رئیس وايي، د دوی د هڅو په نتیجه کې اوس یو ډالر له ۷۳ افغانیو سره تبادله کېږي.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، مرکزي بانک په دې برخه کې ډېره توجه نه‌ده کړې.

خو د افغانستان بانک رئیس وايي، د بهرنیو اسعارو پر قاچاق سربېره، د کورنیو تولیداتو د کچې ټیټوالی، د سوداګرۍ کسر، سیاسي ستونزې او امنتیي ګواښونه نور لاملونه دي چې د افغانیو پر وړاندې یې د ډالرو ارزښت لوړ کړی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځیني غړي د افغانستان بانک د رئیس ځوابونه قناعت بخښونکي نه‌ګڼي او وايي چې د افغانیو د ارزښت د ټیټوالي تر څنګ، د مندرسو پیسو د سوځولو لړۍ هم رڼه نه‌ده.

د دغې جرګې یو غړی سمیع‌الله صمیم وايي:

"له هغې وروسته چې تاسې پیسې سوځوئ، نیمايي یې نه‌سوځول کېږي او ستاسې استازی بیا ځي، کلپونه پرانیزي او نیمايي نا سوځېدلې پیسې بانک ته راوړي، دغه واقعیت ولې خلکو ته نه افشاء کېږي؟"

خو د افغانستان بانک رئيس دغه ادعا رد کړه او ویې‌ویل چې د ولسي جرګې غړي په ازاده توګه کولای شي چې دغه بهیر وڅاري.

سربېره پر دې، ښاغلي صدیق د جرګې د ځینو غړو تورونه بې‌ځایه وګڼل او زیاته‌یې کړه، د جرګې غړي دغه بهیر شفاف او ځیني یې غیر شفاف بولي.

د اقتصادي چارو پوه تاج محمد تلاش وايي، بې‌مورده پولي سیاستونه، د افغانستان بانک بې‌کفایتي، په اړوندو ادارو کې دفتري ستونزې او پر ایران بهرني فشارونه د افغانۍ د ارزښت د ټیټوالي نور لاملونه دي.

د ده په خبره، په هره اندازه چې پر ایران بندیزونه او فشارونه ډېر شي، په هماغه اندازه به د افغانۍ ارزښت راولوېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG