د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

له افغان حکومته د دوستم د بېرته راستنېدو او د قیصاري د خلاصېدو غوښتنې!


په کابل کې د افغانستان د ځوانانو غورځنګ او د جنرال عبدالرشید دوستم يو شمېر پلویانو په يوه اعتراضیه غونډه کې هېواد ته د ښاغلي دوستم د بېرته راستېندو او د نظام‌الدین قیصاري د خلاصېدو غوښتنه وکړه.

د هېواد په يو شمېر شمالي ولایتونو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او نوموړي ته د يوه نږدې قوماندان نظام‌الدین قیصاري په ملاتړ له مظاهرو وروسته، په کابل کې هم د ښاغلي دوستم او قیصاري يو شمېر پلویانو اعتراضیه غونډه وکړه.

دغو اعتراض کوونکو چې شمېر یې شااوخوا ۱۰۰ تنو ته رسېده، د قوماندان نظام‌الدین قیصاري چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبره، د خلکو د شکایتونو او له حکومتي چارواکو سره د ناوړه چلند له امله نیول شوی، د خوشې کېدو او هېواد ته د عبدالرشید دوستم د بېرته راستنېدو غوښتنه کوله.

د ځوانانو غورځنګ د مرکزي شورا رئیس کنکشا ترکستاني چې د نننۍ اعتراضیه غونډې يو له تنظیموونکو دی، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید د دوی د غوښتنې په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

نوموړي وویل:

"زموږ نننۍ مظاهره د شمالي ولایتونو د تظاهراتو په ملاتړ دلته ترسره کېږي او موږ غواړو چې د هغوی غږ ته په پلازمېنه کې انعکاس ورکړو، ځکه دوه اوونۍ کېږي، خو لا خلکو د حکومت له‌خوا کوم مثب ځواب نه‌دی ترلاسه کړی، زموږ عمده غوښتنه پرته له کوم قید او شرطه د ولسشمر د لومړي مرستیال بېرته ستنېدل او د ښاغلي قیصاري ازادېدل دي."

ښاغلی ترکستاني وايي، که حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه‌وايي، نو خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په ارګ ماڼۍ کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې هېواد ته د جنرال عبدالرشید دوستم د بېرته راګرځېدو احتمال زیات شوی دی.

ولسمشر غني وویل، د ښاغلي دوستم د راستنېدو موضوع حقوقي اړخ لري او په دې اړه له لويې څارنوالۍ سره خبرې شوې دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم شااوخوا یو کال وړاندې د جوزجان د پخواني والي احمد اېشچي په جنسي ځورونې له تورنېدو او په دې اړه تر ګڼو ملي او نړیوالو غبرګونونو وروسته، ترکيې ته ولاړ.

بل‌خوا نظام‌الدین قیصاري چې د ښاغلي دوستم يو له نږدې کسانو دی، شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې افغان ځواکونو د خلکو د شکایتونو او له حکومتي چارواکو سره د ناوړه چلند په تور ونیوه.

د نظام‌الدین قیصاري تر نیول کېدو وروسته، د نوموړي پلویانو په یو شمېر شمالي ولایتونو فاریاب، جوزجان، سرپل، تخار او بغلان ولایتونو کې په مظاهرو لاس پورې کړ چې لړۍ یې دا ده کابل ته ورسېده.

د کابل د نننۍ مظاهرې پر مهال يو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د خلکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي، د کابل شهر نو پارک په دروازه کې د امنیتي کسانو له‌خوا له پېژندل کېدو وروسته په ډزو ووژل شو.

خو له دې ټولو سره سره د حقوقي چارو پوه ودیر صافی وايي، د ښاغلي دوستم او قیصاري قضیه باید روښانه شي او حکومت باید په دې اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.

د حقوقي چارو پوه ودیر صافی
د حقوقي چارو پوه ودیر صافی

دی وایي:

"باید ولسمشر د خپل لومړي مرستیال قضیه روښانه کړي او د قیصاري په اړه هم چې ویل کېږي، ډېر بې‌ځایه قتلونه‌یې کړي او شاید کوم جنایت ورنه شوی وي او په دې لحاظ نیول شوی، خو قضیه‌یې باید روښانه شي او که مجرم وي، قضا ته‌یې وسپاري او محاکمه‌یې کړي."

ښاغلی صافی وايي، دا د خلکو حق دی چې د ښاغلي دوستم او قیصاري د قضیې په اړه پوه شي او په دې اړه د حکومت له دريځه خبر شي چې بالاخره دوی په دې تړاو څه تصمیم لري؟

د ده په خبره، حکومت باید په دې اړه خپل دريځ روښانه او د يادو قضیو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG