د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د هلمند والي: هغه طالبان په نښه کوو چې د سولې مخالفت کوي


د هلمند والي وايي، هغه طالبان په نښه کوي چې د سولې سره مخالفت کوي.

تورن جنرال محمد یاسین په یوه خبري ناسته کې وویل، په دې وروستیو څو ورځو کې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو ۷ لوړپوړي قوماندانان او د هغو ۹ ملګري وژل شوي دي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین

په هلمند ولایت کې چې د کوچني اختر په مناسبت د اوربند پر مهال جګړې کمې شوې وې، په دې وروستیو کې یې بېرته زور اخیستی دی.

بل‌خوا دولتي مسؤلین وايي، ډېر ژر به په هغو سیمو کې عملیات پیلوي چې په تېرو کلونو کې د حکومتي سرتېرو له لاسه وتلې وې.

بشپړ یې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

XS
SM
MD
LG