د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د کندز په چهاردرې کې له جګړې بېځایه شوې کورنۍ د مرستې غوښتنه کوي


د کندز د چهاردرې ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک وايي، په دغه ولسوالۍ کې د روانو تصفیوي عملیاتو له کبله په سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي او خلکو ته په کې مالي او ځانې زیانونه هم رسېدلي دي.

دغه بېځایه شوي خلک شکایت کوي چې د دوبې په دې ګرم موسم کې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه د استوګنې لپاره مناسب ځای نه لري او ترڅنګ یې د خوراکي موادو له نشتوالي سره هم مخ دي.

د چهاردرې ولسوالۍ درې تنو اوسېدونکو صالح محمد، عبدالولي او رحم الدین په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"خلک یې په عذاب کړل او دغه اربکیان خلک ځوروي او د خلکو زړونه له دوی څخه تور شوي دي او دغو جګړو خلک یې سخت په تنګ کړي دي او د خلکو ټول شته له منځه تللي دي."

په کندز کې د جګړې له وېرې بېځایه شوي کورنۍ
په کندز کې د جګړې له وېرې بېځایه شوي کورنۍ

"څلور ورځي کېږي چې موږ اواره شوي یو او په یو جوړه کالیو کې وتلي وو او اوس په منډه راغلم او دغه فرش مې واخيست چې د خپل ترپښو لاندې واچه وو او موږ ته هېڅ زندګي نه ده پاتي."

"کور مې پر بمونو وران شوي او هرڅه مو له منځه تللي دي او دومره شي اباد نه دي پاتي چې موږ ورڅخه ګټه واخلو، ځکه په دې جګړو کې د کور ټول شته مو له منځه تللي دي."

د دغو خلکو په خبره چې دولتي ځواکونه د ډېرو ستونزو په ګاللو سره پراخې سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکوي، خو د تصفیه شویو سیمو ساتلو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او بېرته له سیمو څخه وځي، ځکه په تصفیه شویو سیمو کې بېرته وسله وال طالبان حضور پیدا کوي.

دوی ټینګار کوي چې دولت باید په تصفیه شویو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي، ترڅو خلک په وار – وار له خپلو مېنو څخه بېځایه نشي او په خپلو سیمو کې په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

له دې سره سم د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس سید عبدالسلام هاشمي وايي چې د وروستیو جګړو له کبله د کندز له چهاردرې ولسوالۍ څخه ۱۲۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو څخه بېځايه شوي دي او د دغو کورنیو ستونزې یې له اړوند دولتي او غیر دولتي ارګانونو سره شریک کړي دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې ډېر ژره به پر دغو بېځایه شویو کورنیو بشري مرستې ووېشل شي.

بل خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالباقي نورستاني بیا وايي چې دوی د دې ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده:

د کندز چهاردره ولسوالي
د کندز چهاردره ولسوالي

"په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ۳۶ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او برسېره پردې د دغه ډلې درې مهم مرکزونه ویجاړ شوي دي او د دښمن ۳۰ حلقې بېلابېل ډولنه ماینونه شنډ شوي دي او عملیات لاهم په سیمې کې دوام لري."

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې په دغه عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان پوځيانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی او عملیات لاهم په سیمې کې جریان لري.

د چهاردرې ولسوالۍ د کندز ښار لودېځ لورې ته موقعیت لري او د دې ولایت له نږدې ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، خو د ځايي خلکو په خبره چېله ۱۱ کالو راهیسې ددې ولسوالۍ ډېرې برخې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او یاده ولسوالۍ د څو ځلو لپاره د وسله والو مخالفینو او دولتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې هم ده.

خو له دې وړاندې د چهادرې ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو هم وویل چې د دغې ولسوالۍ ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې ده.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG