د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د نوېو یهودي مېشت ځایونو د جوړېدو په اړه د فلسطیني ادارې د مشر خبرداری!


د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین

د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس په اشغال شوېو سیمو کې د نویو یهودي مېشت ځایونو د جوړېدو د پلان په اړه خبرداری ورکړی دی.

نوموړي پرون په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې دغلته د بیت المقدس ته د امریکا د سفارت له انتقال وروسته وضعیت پیچلی وباله.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وايي، د اسرائیلو له خوا په اشغال شوېو سیمو کې د یهودي میشت ځایونو جوړول د فلسطینیانو لویه ستونزه ده.

ښاغلي عباس چې د شنبې په ورځ یې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل وویل، د یهودي میشت ځایونو مسئله د دوی لپاره ډېره مهمه مسئله ده او دوی به یې د مخنیوي لپاره هره هڅه وکړي.

دی وايي:

"په واقعیت کې نن زموږ سیمه او فلسطین له سخت وخت سره مخ دی او زه تاسو ته ویلی شم چې یو بل بحران رامنځ ته کېږي چې د فلسطین سره اړه لري او تر هر څه مخکې د اسرائیلو هغه هڅې دي چې غواړي په خان الاحمر کې نوي مېشت ځایونه جوړ کړي، دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه ډېر اندېښمن یوو."

نوموړي له امریکا سره د فلسطینیانو اړیکې هم تر بل هر وخت ترینګلې وبللې او ویې ویل امریکا د فلسطیني مهاجرو موضوع هېره کړې ده.

د فلسطیني ادارې مشر د روسیې له ولسمشر سره په دې لیدنه کې وویل:

"لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ چې له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ اړیکې تر بل هر وخت په خراب حالت کې دي. تاسو په دې هم پوهېږئ چې موږ له امریکایانو سره خپل ټول تماسونه بند کړي دي. د دې سبب دا واقعیت دی چې هغوی غواړي هغه جوړجاړی عملي کړي چې «د پیړۍ معامله» یې بولې او موږ فکر کوو چې د دې پلان لپاره لومړی ګام بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال و."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو

​په دې لیدنه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، پوهېږي چې په سیمه کې وضعیت پیچلی دی.

نوموړي له محمود عباس مننه وکړه چې د دوه اړخیزو اړیکو او هغه څه په اړه یې ورسره مشوره وکړه چې سیمه کې روان دي.

روسیې ته د محمود عباس تر دې سفر څو ورځې مخکې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو سفر کړی و او هلته یې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي و.

په عین حال کې له غزې څخه راپورونه وايي چې دغلته د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالي یو وار بیا زور اخېستي.

د شنبې په ورځ پر غزه د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د لږ تر لږه دوه فلسطینیانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG