د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

افغانستان ته د جنرال دوستم د راستنېدو هیلې!


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال دفترهیله ښیي چې په ترکیه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او حکومت ترمنځ د مذاکراتو په څلورم دور کې به دواړه لوري توافق ته رسېدلي وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال د دفتر رئيس عنایت الله بابر فرهمند وايي، په وروستیو څو ورځو کې د ولسمشر دوهم مرستیال درې ځلې په انقره کې له عبدالرشید دوستم سره لیدلي دي.

ښاغلي فرهمند چې د شنبې په ورځ یې له ازادي رادیو سره خبرې کولې، وویل چې دواړه لوري په ډېرو مواردو کې هوکړې ته رسېدلي او ډېر لږ څه پاتې دي چې هوکړه پرې لا نه ده شوې.

ده د هوکړې جزیات بیان نه کړل، خو څرګنده یې کړه چې ښايي نن ماښام دانش او دوستم د څلورم او وروستي ځل لپاره سره خبرې وکړي.

عنایت الله بابر فرهمند
عنایت الله بابر فرهمند

نوموړي زیاته کړه:

"د مذاکراتو وروستی دور نن له غرمې وروسته مازیګر یا ماښام ترسره کېږي، هیله ده چې دا وروستي مذاکرات وي، د جنرال دوستم راستنېدل د دغې هوکړې له اساسي موادو څخه دي، کله چې دغه هوکړه وشوه، په یوه یا دوو ورځو کې به جناب دوستم افغانستان ته تشریف راوړي."

فرهمند هیله وښوده چې په دغو مذاکراتو کې دواړه لوري هوکړې ته ورسېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم مرستیال دفتر په دې اړه د نویو معلوماتو د نه لرلو له امله، ونه غوښتل چې څه ووايي.

خو څلور ورځې مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم مرستیال د رسنیو مسؤل، د یوې اعلامېې په خپرولو سره د دانش لیده کاته له دوستم سره تأیید کړي وو.

احمد ایشچي
احمد ایشچي

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره پر ناوړه چلند تر تور لګېدلو وروسته، شااوخوا کال مخکې، د درملنې په بهانه ترکیې ته تللی و.

دا په داسې حال کې ده چې له شااوخوا دوو اوونیو راهیسې د دوستم پلویانو، د دوستم د لومړي استازي نظام الدین قیصاري له نیول کېدو وروسته، په یوشمېر شمالي ولایتونو کې په مظاهرو لاس پورې کړی دی.

د راپورونو له مخې، د دغو مظاهرو په جریان کې تراوسه په یوشمېر ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دفترونه بنداو په فاریاب ولایت کې د اقینې بندر لاره هم تړل شوې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، قیصاري د خلکو د شکایتونو او له حکومتي چارواکو سره د ناوړه چلند له امله نیول شوی دی.

د ښاغلي دوستم د دفتر رئيس فرهمند وویل، کله چې عبدالرشید دوستم هېواد ته راستون او نظام الدین قیصاري له حبسه خوشې شي، په شمال کې به مظاهرې هم پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې ځیني غړي هم وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه به د عبدالرشید دوستم په راتګ سره، د شمال مظاهرې هم ختمې شي.

د دغې جرګې د منشي مرستیال فیصل سمیع ازادي راډیو ته وویل:

"ان شاءالله د جنرال دوستم راتګ به بې خیره نه وي، د قانون له مخې دوستم د ولسمشر مرستیال دی، کولای شي چې هغه نفوذ چې په خلکو کې یې لري، ګټه ترې واخلي، په تېره د افغانستان په شمال کې."

ښاغلی سمیع وايي، د هغو راپورونو له مخې چې دوی ته رسېدلي، سرور دانش او عبدالرشید دوستم په ډېرو اختلافي مواردو کې هوکړې ته رسېدلي دي.

د ده په خبره، هیله دا ده چې ډېر ژر وروستۍ هوکړه وشي او د ولسمشر لومړی مرستیال هېواد ته راستون شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG