د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

په هېواد کې د ناامنۍ د زیاتېدو په اړه د ولسي جرګې د غړو اندېښنې!


د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نا امنیو له زیاتېدو اندېښمن دي.

د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي ګواښونه زیات شوي او که چېرې حکومت په دې اړه جدي پاملرنه ونه کړي، د وسله والو مخالفينو حملې به نورې هم پراخې شي.

د دغې جرګې غړو د شنبې د ورځې په ناسته کې وویل، د امنیتي ارګانونو ترمنځ د کمزوري مدیریت او د همغږۍ د نه شتون له امله، د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي وضعیت لاپسې خرابېږي.

حمیدزی لالی
حمیدزی لالی

د ولسي جرګې غړي لالي حمیدزي په دې اړه وویل:

"د ننګرهار، پکتیا، غزني، کندهار، هلمند، ارزګان، فراه، بادغیس، فاریاب، بغلان، کندز او بدخشان امنیتي وضعيت ډېر خراب دی، تقریباً په همدې تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۲۰۰ پورې امنیتي ځواکونه وژل شوي دي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړي اکرام الدین رضا زاده هم په غور ولایت کې د نا امنیو له زیاتیدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې که چېرې حکومت د امنیت د ټينګښت لپاره جدي اقدام ونه کړي، دغه ولایت به د وسله والو مخالفینو لاس ته ورشي.

نوموړي وویل:

"د غور وضعیت هم خراب دی، که چېرې مرکزي حکومت د غور د امنیتي وضیعت په تړاو جدي او عملي ګام وانه خلي، د شمال دروازه یعنې غور ولایت به د وسله والو مخالفينو لاسته ولوېږي چې هغه وخت به د حکومت له کنټروله وتلی وي."

دغه اندېښنې داسي مهال مطرح کېږي چې څه موده وړاندې د بلخ یوشمېر سیمه ییزو چارواکو هم ویلي وو چې وسله والو طالبانو د بلخ د چمتال ولسوالۍ څلور کلي له سقوط سره مخ کړي دي.

تر دې وړاندې وسله والو طالبانو د تخار د چاه اب ولسوالۍ په نواباد او فیض اباد سیمو کې د پولیسو پر پوستو تهاجمي حملې کړې وې او د میدان وردګ د جلریز ولسوالۍ یوشمېر امنیتي پوستې یې نیولې وې.

د افغانستان دفاع وزارت څه موده وړاندې ویلي وو چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۳۰ ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له لوړ ګواښ سره مخ دي او ۱۱ ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو مخالفینو ترکنټرول لاندې دي.

بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش په یوشمېر ولایتونو کې امنیتي ګواښونه مني، خو وايي چې افغان امنیتي ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي او ښیې لاسته راوړنې هم لري.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی وایي:

"په ټولو هغو سیمو کې چې امنیتي ګواښونه موجود دي، افغان امنیتي ځواکونه له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي، څو وسله وال مخالفين وځپي او اوس مهال افغان ځواکونه ښې لاسته راوړنې هم لري."

د ښاغلي رادمنش په وینا، دا مهال په ارزګان، فراه، ننګرهار، کندز، فریاب، جوزجان او هلمند کې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي او وسله والو مخالفينو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

له دې ټولو سره سره د پوځي چارو کارپوه باري عارض د ولسي جرګې د غړو اندېښنې پرځای ګڼي او وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات کافي نه دي او باید امنیتي ارګانونه د وسله والو مخالفينو د ګواښونو د کمولو لپاره جدي تدابیر ونیسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG