د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

بند امیر، کابل او بست، مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه


د غازي امان الله خان لیسټ «اې» کرکټ سیالیو په لړ کې بند امیر، کابل ته او بوست ،مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د بند امیر او کابل ترمنځ لوبه په کابل نړیوال لوبغالي کې وشوه چې بند امیر لوبډلې په لومړي بیټنګ کولو سره کابل لوبډلې ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۵ وکټو په زیان سره د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې د کابل ټوله لوبډله په ۲۴۷ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۶۳ منډو په توپیر بایلوده.

په دغه لوبه کې عثمان غني چې د بند امیر لوبډلې لپاره ۱۳۶ منډې جوړې کړې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

بله لوبه په خوست لوبغالي کې د بوست او مس عینک لوبډلو ترمنځ وشوه چې مس عینک لوبډلې په لومړي بیټنګ کولو سره په ۴۶ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان سره ۲۲۷ منډې جوړې کړې چې په لوبه کې د باران له وجې بست لوبډلې ته په ۳۵ اورونو کې ۲۰۳ منډو هدفو ټاکل شو چې بست لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وورستي اوور کې پوره او لوبه يې په يوې وکټې وګټله.

وقارالله چې د بست لوبډلې لپاره یې په دغه لوبه کې ۵۲ منډې جوړې کړې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

XS
SM
MD
LG