د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

ویسا: ناټو باید د جګړې د دوام پر ځای د جګړې د ختمېدو په اړه فکر وکړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ناټو د سرمشریزې او افغانستان سره د دغه سازمان د نویو ژمنو او دغه شان افغانستان ته د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د راستنېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، د ناټو سر منشي ویلي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور د دغه هېواد په امنیتي وضیعت پورې تړلې خبره ده.

په ورځپانه کې راغلي چې د ناټو په دوهمه کلنۍ سرمشریزه کې چې په بروکسل کې جوړه شوه، یو ځل بیا د افغان امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا په ځانګړي ډول د ترورېرم په وړاندې د مبارزې په هدف د دغه هېواد د هوايي ځواکونو په پیاوړي کولو ټینګار وشو.

ورځپانې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په حواله لیکلي چې افغان امیتي ځواکونو سره به تر ۲۰۲۴ مېلادې کاله پورې مالي مرستې کېږي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي.

ورځپاڼې د افغانستان د ملي شورا د غړو په حواله لیکلي چې د افغان ځواکونو روزل مهم دي خو ناټو باید په دغه هېواد کې د جګړې د دوام پر ځای د جګړې د ختمېدو په اړه فکر وکړي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې افغانستان ته د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د راستنېدنو په اړه لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، اوازې دي چې دوستم به په لنډو ورځو کې هېواد ته راستون شي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، افغانستان ته د دوستم د راستنېدو امکان هغه مهال ډېر شو چې د ده یو قوماندان د حکومت له خوا ونیول شو چې د جنرال دوستم د پلویانو تند غبرګونونه یې راوپارول.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم د ترکیې د ولسمشر د تحلیف د مراسمو په څنډه کې له ښاغلي دوستم سره کتلي دي چې د سرمقاله لیکونکي په باور دا دې ښکارندويي کوي چې حکومت په کور دننه د ستونزو په هواري کې پاتې راغلی کوم چې په خپله ولسمشر یې لامل دی.

ورځپانې دا هم لیکلي چې جنرال دوستم په داسې حال کې هېواد ته راستنېږي چې ټول شمال د اربیکانو او ترک تبارانو د راپورته کېدو او بلوا شاهد دی.

ماندګار:

خو ماندګار ورځپاڼې بیا جنرال دوستم ته د یو شمېر نېږدې کسانو په حواله لیکلي چې د نوموړي د راستنېدو وخت نه دی معلوم.

ورځپاڼې د بشیر احمد ته ینج په حواله لیکلي چې د دوستم د راستنېدو وخت لا نه دی معلوم، خو په خبره یې دوی خپلې غوښتنې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکې کړي، او تر کومه چې د دوی غوښتنې ونه منل شي لومړی مرستیال به هېواد ته راستون نه شي.

XS
SM
MD
LG