د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۸

ایا ازبکستان کولای شي د افغانستان د لانجې په هواري کې منځګړیتوب وکړي؟


ډیپلوماټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې په هڅو یوه مقاله لیکلې ده.

د مقالې عنوان دی، ایا ازبکستان کولای شي د افغانستان د لانجې په هواري کې منځګړیتوب وکړي؟

د ورځپاڼې په لیکنه د جون په ۱۹ د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د راتلونکې په اړه په تاشکند کې خبرې وکړي.

د دې وړاندیز په تعقیب ورځپاڼه لیکي چې طالبانو او افغان حکومت د اختر په دریو ورځو کې دوه اړخیز اوربند وکړ.

له دې مخکې د مارچ په میاشت کې ازبکستان د افغان سولې او ثبات په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه توب کړی و.

ډپلوماټ لیکي د ازبکستان ولسمشر په دې هڅو سره غواړي چې د افغانستان د لانجې د حل لپاره په نړیوالو ډپلوماټیکو هڅو کې د ورګډېدو لېوالتیا وښيي.

ازبکستان چې د افغانستان ګاونډی دی او هم د افغانستان له بیلابیلو کورنیو ډلو سره ارتباط لري باوري دی چې د افغانستان د کړکېچ په هواري کې به موثر تمام شي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د څو امریکايي سرتېرو وژل کېدو ته اشاره کړې ده او لیکلي یې دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر دوه اړخیز دري ورځني اوربند وروسته تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د امریکا یو سرتېری په دې وروستیو کې د پکتیا په هغه سیمه کې وژل شوی چې په تېر کې د امریکا رنجر ځواکونو د القاعده اهداف پکې په نښه کړي و.

ورځپاڼه زیاتوي چې روان میلادي کال دا څلورم امریکايي سرتېری دی چې په افغانستان کې وژل کېږي، خو د افغان پوځیانو مرګ ژوبله بیا په دې موده کې ډېره زیاته بلل شوې ده.

جینز ډیفنز اونیزې بیا لیکلي چې تمه ده اسټرالیا د هوايي پوځ شل روزونکي افغانستان ته ولېږي څو د بلک هاک هلیکوپټرو په کارولو کې افغان پیلوټانو ته لارښوونې وکړي.

دا خبره د اسټرالیا دفاع وزیرې ماریسا پینه په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ته کړې ده.

هغې ویلي اسټرالیا له هغو په ګوته شمارو هېوادونو دی چې په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې بلک هاک هلیکوپټرې کاروي.

جینز ډینفز د اسټرالیا د دفاع وزیرې په حواله لیکلي چې بلک هاک هلیکوپټرو ته د افغان پوځیانو زیاته لاسرسي او ښه کارونه به یې د دغو پوځیانو د هوايي عملیاتو وړتیاوې د پام وړ زیاتې کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG