د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

د بلوچستان په مستونګ کې ځانمرګي برید ۱۲۸کسان وژلي


د پاکستان د بلوچستان صوبې چارواکي وايي، د دې صوبې په مستونګ نومي سیمه کې د یوه نوي جوړ شوي ګوند پر ټاکنیزې غونډې ځانمرګی برید شوی چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلوچستان د روغتیا وزیر فیض کاکړ رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ ناوخته د بلوچستان عوامي ګوند د ټاکنیز کمپاېن پر غونډې شوې چې په نتیجه کې یې د دغه ګوند د مشر نوابزاده سراج رېساني په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو موقت صوبايي وزیر اغا عمر بنګلزي فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې په دغه ځانمرګي برید کې د ۱۲۸ کسانو د مړینې او د ۱۵۰ د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

نوابزاده سراج رېساني د بلوچستان صوبې د پخواني اعلی وزیر نوابزاده اسلم رېساني ورور و چې په دې وروستیو کې یې د بلوچستان عوامي ګوند په نامه سیاسي ګوند جوړ کړی و او د همدغه ګوند له خوا د بلوچستان صوبايي اسامبلې ته کاندید و.

د اسلم رېساني ورور لشکري رېساني له ARY خبري ټلوېزیون سره په خبرو کې د خپل ورور د مړینې پخلی وکړ او دا ډول ترهګریزې پېښې یې د خپل دولت د غلطو پالیسو نتیجه وبلله:

د مستونګ د پېښې زخمیان
د مستونګ د پېښې زخمیان

"ماته وویل شول چې ورور مې مړ شوی دی، زموږ د ملک د غلطو او ادم خور پالیسیو له امله به موږ چا چاته د صبر غوښتنه کوو؟ موږ ټول د یو نه یو ډول ترهګریزو پېښو ښکار شوي یو، موږ دا ګڼو چې دا ټول نظام باید سم کړای شي، څو په راتلونکي کې چاته [په دې ډول پېښو] د صبر تلقین ونه کړو."

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په پېښه کې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی چې له امله یې ښايي د مړو شمېر پورته شي.

په پاکستان کې د روانې میاشت په ۲۵مه نېټه د عمومي ټولټاکنو لپاره د ټاکنیز کمپاېن تر پیلېدو وروسته د بېلابېلو ګوندونو پر سیاستوالو دا ۳ درېیم او په روان کال کې تر ټولو خونړۍ ترهګریزه پېښه ده.

د تېرې سې شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند د ټاکنیز کمپاین پر غونډې ځانمرګی برید وشو چې د دغه ګوند د یوه مهم مشر هارون بلور په ګډون یې ۲۱ کسان ووژل او تر ۶۰ زیات یې ټپیان کړل.

تر دې وروسته د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د جمعیت علماء اسلام ګوند د یوه مهم چارواکي چې په ټاکنو کې د اسلامپاله ګوندونو د اتحاد متحده مجلس عمل MMA له خوا د پاکستان ملي پارلمان ته کاندید دی، د ټاکنیز کمپاین پر کاروان چاودنې ۴ کسان ووژل او ۳۹ نور یې ټپیان کړل.

اکرم خان درانی په خیبر پښتونخوا کې له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۷ پورې د متحده مجلس عمل د حکومت پر مهال ددې صوبې اعلی وزیر و.

د پاکستان پر سیاسي مشرانو سربېره د پوځ مشر په مستونګ کې ځانمرګی برید غندلی او دا یې په پاکستان کې د جمهوري عمل د ټکني کولو هڅه بللې ده.

د یادونې وړ ده چې په مستونګ کې د بلوچستان عوامي ګوند د انتخاباتي کمپاین پر غونډې د ځانمرګي برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG