د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

دِ هیل: امریکایي چارواکي د افغانستان د ستراتيژۍ بیا کتنې ته چمتووالی نیسي


واشنګتن پوسټ:

د افغانستان په ختیځ کې د بریدونو یوه لړۍ د اسلامي دولت ډلې یا داعش د جنګیالیو د فشار ښکارندويي کوي.

دا د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې یو عنوان دی.

د مطلب لیکوال د جلال اباد ښار د پوهنې پر یوه ښاري مدیریت د چهارشنبې د ورځې برید ته اشاره کړې چې پکې څه باندې ۱۰ کسان ووژل شول.

ورځپاڼې لیکلي چې هېڅ یوې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو د ډېرو داسې بریدونو مسؤلیت د داعش یا اسلامي دولت ډلې وسله والو منلی دی.

له دې یوه ورځ مخکې هم په ننګرهار کې په یوه انتحاري برید کې چې مسؤلیت یې داعش په غاړه واخیست، ۱۲ کسان ووژل شول چې څو تنه یې ماشومان وو.

واشنګتن پوسټ لیکي چې په جلال اباد ښار او د ننګرهار په شااوخوا سیمو کې بریدونه داسې وخت کېږي چې افغان خاصو ځواکونو او امریکايي سرتېرو د داعش پر ضد عملیات زیات کړي دي.

دغې ورځپاڼې په یوه جلا مقاله کې د یوه ځوان افغان پناه غوښتونکي په ځان وژنې تبصره هم کړې ده.

دا افغان پناه غوښتونکی له جرمني ډيپورټ شوی و چې په کابل کې یې د شنبې په ورځ ځان وژلی دی.

له ده سره ۶۸ نور افغان پناه غوښتونکي هم له جرمني ډيپورټ شوي دي.

واشنګتن پوسټ لیکي چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر د خپلې ۶۹ کلنۍ کلیزې پر مهال په خوښۍ وویل چې ۶۹ افغان پناه غوښتونکي وایستل شول.

ورځپاڼه لیکي چې د زیهوفر همدغو څرګندونو تُند غبرګونونه وپارول او د هغه د استعفا غوښتنې وشوې.

هارسټ زیهوفر د کډوالو ضد سیاست غوره کړی او وايي چې نه منل کېدونکي پناه غوښتونکي باید له جرمني او له نورو هېوادونو وایستل شي.

واشنګتن پوسټ لیکي چې د افغانستان له خطرناک وضعیت سره سره بیا هم جرمني له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې شااوخوا درې سوه افغانان له خپل هېواده ایستلي دي.

دِ هیل:

امریکايي چارواکي وایي چې د افغانستان د ستراتيژۍ بیا کتنې ته چمتووالی نیسي، دا د دِ هیل ورځپاڼې د مقالې عنوان دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا کار وروسته له هغه کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د طالبانو په وړاندې په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا په خپله د ناټو د سرمشریزې په یوه حاشیوي کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې ډېر پرمختګ شوی دی.

دِ هیل لیکي، څو امریکایي چارواکو ویلي چې سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي توګه په افغانستان کې د امریکا د پوځي ستراتيژۍ د بیا کتنې امر نه دی کړی، خو ورځپاڼه لیکي چې تمه ده چې په څو راتلونکو میاشتو کې دا پرېکړه وشي.

XS
SM
MD
LG