د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۰۳

ناامنیو په فراه کې سوداګریزې چارې ټکنۍ کړي


د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د ناامنیو او د برېښنا د ستونزو له امله په دغه ولایت کې سوداګریزې چارې ټکنۍ شوي دي.

د دغې خونې رئیس عسکر نورزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د یادو ستونزو له امله د فراه ډېر شمېر سوداګرو خپلې پانګې نورو سیمو ته لېږلې دي.

دی وايي چې که حکومت د فراه امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونه کړي دا ولایت به له اقتصادي پرمختګه پاتې او خلک به يې له بېکارۍ او بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان شي.

XS
SM
MD
LG