د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۴۰

زابل کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلي چې ۲ ماشومان یې وژلي


په زابل کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلی چې په نتيجه کې يې دوه ماشومان وژل شوي او يوه ښځه او دوه کوچنيان ټپيان شوي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال وویل چې د هاوان مرمۍ تېر ماښام د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې پر يوه کور لګېدلي.

ښاغلي سيال زياته کړه چې په پېښه کې ټپيان شوي کسان له درملنې وروسته له روغتونه بېرته ستانه شوي دي.

سيال وویل چې د هاوان مرمۍ وسله والو مخالفینو ویشتلې وه.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG