د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۰۲

طالبانو د کندز د دشت ارچي په ځينو برخو کې حملې پيل کړي


وسله والو طالبانو د کندز ولايت د دشت ارچي په ځينو برخو کې خپلې حملې پيل کړي دي.

د کندز ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه د دولت وسله والو مخالفینو د دغه ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په پل مومن او قرلیق کليو کې ډله یېزې حملې پيل کړي او تر اوسه په سیمه کې جګړه روانه ده.

د کندز د والي وياند نعمت الله تيموري نن ازادي راډيو ته وويل چې په يادو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ سخته نښته روانه ده.

ځايي سرچينې وايي چې په دغو حملو کې افغان امنيتي ځواکونو ته تلفات اوښتي خو په دې اړه دقيق شمېر رسماً نه دی تأييد شوی.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG