د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۳۱

افغان او اذربایجاني مشرانو پر اقتصادي همکاریو خبرې کړي


ولسمشر محمد اشرف غني بلجیم ته د سفر په ترڅ کې تېره ورځ د اذربایجان له جمهور رئیس سره د تېلو د وارداتو او د کانونو د کیندلو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

ښاغلي غني له الهام علي اف نه وغوښتل چې د هغه هېواد پانګه وال په افغانستان کې د کانونو او د تېلو د څاګانو د کیندلو په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

د جمهوري ریاست نه په دې اړه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو یو پلاوی دې د اذربایجان نه د تېلو د واردولو او په افغانستان کې د تېلو ظرفیت د معلومولو لپاره ګډې ناستې تر سره او په دې برخو کې عملي پلان ترتیب کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې له اذربایجان سره د افغانستان سوداګریزې اړېکې د غوړېدو په لور دي.

دا وخت اذربایجان ته د افغانستان د صادراتو ډېره برخه قیمتي ډبرې جوړوي، خو له هغه هېواد نه خوراکي مواد او ډېزل تېل افغانستان ته واردېږي.

XS
SM
MD
LG