د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۵۰

ناټو: تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به افغان ځواکونه تمویل کړو


د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو مشرانو اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به افغان ځواکونه تمویل کړي.

دوی دا اعلان په یوه بیان کې چې په ۳۴ مخونو کې يې د جولای په ۱۱مه خپور کړ، وکړ.

د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالې د ناټو د مشرانو د دې بیان هغه برخې ته اشاره وکړه چې په‎کې ناټو دا پرېکړه کړې ده:

"موږ د افغانستان د اوږدمهاله امنیت او ثبات د تضمین لپاره یو ځل بیا د خپلې ژمنې تأیید کوو. د غوڅ ملاتړ مأموریت د افغان ځواکونو د روزلو، سلا مشوره ورکولو او مرستې رسولو په برخه کې بریالی روان دی، په‎داسې حال کې چې د افغانستان دولت د سولې او پخلاینې لپاره هڅې کوي، موږ د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې دوام ورکوو."

د ناټو غونډه
د ناټو غونډه

د ناټو د مشرانو په بیان کې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د سیمې د هېوادونو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

ناټو او اروپایي ټولنې له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو ژمنې وکړې.

پېرز کزالې په‌دې اړه وویل:

"موږ پر دوی غږ کوو چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې له نږدې همکاري وکړي، څو شرایط اقتصادي پراختیا ته بهتره شي، د افغان حکومت د سولې او پخلاینې له هڅو ملاتړ وکړي او د یاغیانو د هر راز ملاتړ مخه ونیسي. په‎دې برخه کې موږ پاکستان، ایران او روسیه هڅوو چې د سیمې د ثبات لپاره د افغانانو په مشرۍ د افغانانو په ملکیت د سولې د بهیر حمایت وکړي."

ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران او د هغوی شریکان نن د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

وار له مخه د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان د ولسمشر د سولې د وړاندیز چې طالبانو ته‌یې کړی، ملاتړ کړی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
  • د اروپایي ټولنې ژمنه

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګ‎لارې مشرې فدریکا موګرېني پرون چهارشنبه په بروکسل کې د ناټو د مشرانو د غونډې تر څنګ له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره وکتل.

مېرمن موګرېني افغان پلاوي ته له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د اوږد مهاله ملاتړ ډاډ ورکړ او د افغانانو په مشرۍ یې د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ وکړ.

اشرف غني د فبرورۍ په ۲۸مه طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، سربېره پر دې چې نړیوالو هم د دې وړاندیز حمایت کړی دی، طالبانو تر دې مهاله له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې دي، خو داعش چې په‎دې وړاندیز کې شامل نه‎دی، د افغانستان په ختیځ کې یې په وروستیو کې خونړۍ چاودنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG