د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۱۴

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ارګ د خپلو چارو د ننګونو مسؤل بولي


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د حکومت له‌خوا دغه کمېسون ته د نویو کمېشنرانو نه‌معرفي کولو د دوی چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

دغه کمېسیون وايي چې انتخاباتي شکایتونو ته د رسېدنې په وړاندې د ټولو ننګونو مسؤل ولسمشرۍ ماڼۍ ده.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون يو کمېشنر بصیر فایز وايي، د انتخاباتو د قانون له مخې شکایتونو ته د رسېدنې لومړۍ مرحله باید د ولایتي کمېشنرانو له‌خوا وشي چې د حکومت له‌خوا د کمېشنرانو د نه‌معرفي کېدو له امله دغه شکایتونه کابل ته لېږل شوي چې د دوی چارې يې له ستونزو سره مخ کړې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له يوې لويې ننګونې سره مخ یو، له بده مرغه چې موږ شکایتونو ته د رسېدنې لومړۍ مرحله په عادي توګه پر مخ نه‌شو وړلی، د کابل او ولایتونو نه ټول شکایتونه مرکز ته رسېدلي، له وخت نه شاتې پاتې کېدل موږ له ستونزو سره مخ کړي یو، زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت د کمېسیون غوښتنو ته په درناوي د دوی له خپلواکۍ نه ملاتړ وکړي."

د مهال‌وېش له مخې په کار ده چې انتخاباتي شکایتونو ته د روان کال د زمري میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې رسېدنه وشي، خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د کمېشنرانو په پېژندلو کې ځنډ تر ټاکلې نېټې پورې ټولو انتخاباتي شکایتونو ته رسېدنه ناشونې کوي.

خو له دې ټولو سره سره شااوخوا ۵۰ ورځې کېږي چې د انتخاباتي شکایتونو د ۱۰۲ تنو نوماند کمېنشرانو نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوی دی او د ولسمشر پر مېز پروت دی.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د دغو کسانو په ټاکنه کې یې ټول معیارونه په پام کې نیولي، خو د دوی په خبره دا چې حکومت په دغې کړنې سره غواړي څه په اثبات ورسوي روښانه نه‌ده.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې تر دې مهاله ۶۰۰ شکایتونه له ولایتونو نه دغه کمېسیون ته د ارزونې لپاره رسېدلي دي.

په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات نه‌ورکوي، خو وايي چې دوی د ولسمشر راتګ ته په تمه دي.

شاه حسین مرتضوی
شاه حسین مرتضوی

بل‌خوا د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ اجرائيوي رئیس شاه محمود مل وايي، د انتخاباتي شکایتونو د کمېشنرانو د معرفي کولو په برخه کې د حکومت او کمېسیون ترمنځ د نظر اختلاف د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې بهیر او د ټاکنو پروسه تر پوښتنې لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړه:

"ستونزه دا ده چې هسې نه د خپلوۍ او سلیقوي چلند له مخې غیر مسلکي کسان وګمارل شي، څو د ځينو کسانو په ګټه کار وکړي چې دغه چاره به د قانون ماتونې پرته بل څه نه‌وي،تر دې مهاله موږ وینو چې څو ځلې د انتخاباتو مهال شاته شوی، زه ډېر ډاډه نه‌یم چې موږ به وتوانېږو چې د مهال‌وېش سره دغه بهیر مخته يوسو."

ښاغلی مل وايي، د کمېشنرانو د معرفي کولو په برخه کې ځنډ خلکو ته داسې پوښتنې پیدا کړي چې هسې نه داسې کسان د کمېشنرانو په توګه وګمارل شي چې د ځانګړو کړیو او افرادو په ګټه وي.

نوموړی ټینګار کوي چې که انتخاباتي شکایتونو ته د رسېدنې لپاره بې‌پرې او مسلکي خلک ونه‌ګمارل شي ټاکنې به له درغلیو ډکې او په دغه بهیر به د خلکو باور کم شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG