د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۰۶

د دوستم د دفتر رئیس: غني هېواد ته د دوستم له راستنېدو سره لېوالتیا نه‌لري


په ترکیه کې د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي او دوهم مرستیال ترمنځ له لیدو کاتو وروسته هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو په اړه باورونه ډېر شوي دي.

خو د لومړي مرستیال دفتر وايي، سرور دانش د جمهور رئیس غني هېڅ کوم رسمي پیغام دوستم ته نه‌دی لېږدولی.

د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې په داسې حال کې چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې له دوستم سره ټیلیفوني خبرې هم کړي، خو د هغه بېرته راتګ ته‌يې هېڅ اشاره نه‌لرله.

فرهمند وايي ولسمشر غني هېواد ته د جنرال دوستم له راستنېدو سره هېڅ ډول لېوالتیا نه‌لري.

عنایت الله بابر فرهمند
عنایت الله بابر فرهمند

نوموړي زیاته کړه:

"ښاغلي دانش له لومړي مرستیال سره دوستانه لیدنه لرله، ده کوم رسمي مأموریت یا دا چې د ولسمشر کوم فرمان دې یې لېږدولی وي نه‌دی ترسره کړی او موږ باور نه‌لرو چې ولسمشر دې د جنرال دوستم راتګ ته څه لېوالتیا ولري او په دلیل‌یې هم نه‌پوهېږو."

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د جمهور رئیس د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته سرور دانش د دوشنبې په ماښام له جنرال دوستم سره ولیدل او په هېواد کې یې د هغه موجودیت يوه اړتیا وبلله.

سرور دانش
سرور دانش

ښاغلي دانش ویلي دي، په افغانستان کې د جنرال دوستم موجودیت د ملي روغې جوړې په ټېنګښت، د سولې پروسې په پرمختګ او د انتخاباتو په ښه تر سره کېدو کې اغېزمن تمامېدلای شي.

له دې وړاندې د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق، د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور او د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند ویلي چې د قانون له مخې د دولت په شمول هېڅ‌څوک د چا د تبعید حق نه‌لري او هېواد ته د جنرال دوستم بېرته نه‌راتګ د پوښتنې وړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق د ناټو سرمشریزې ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي دي چې ولسمشر غني په دې وروستیو کې یوه ځانګړې قومي کړۍ د حاکمیت په خاطر پر نورو تحمیل کړې ده.

په دې لیک کې راغلي دي چې ښاغلي غني د سولې پروسې تر نوم لاندې هڅه کړې چې په ډېرو سیمو کې د وسله‌والو مخالفینو نفوس ته زمینه برابره کړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو د ویاند مرستیال‌يې شاه حسین مرتضوي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې له نږدې دوو کالو راهیسې د جمهور رئیس لومړی مرستیال په ترکیه کې شپې ورځې تېروي.

له دې سره ځيني سیاسي جریانونه وايي، حکومت په شمال کې د وروستیو راپورته شویو فشارونو د کمولو لپاره د جنرال دوستم د بېرته راستنېدو پروګرام لري.

احمد ولي مسعود
احمد ولي مسعود

د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د جنرال دوستم د بېرته راتګ په اړه حکومت هڅه کوي چې څه وکړي تر څو هغه ولس چې په شمال کې يې په اعتراضونو لاس پورې کړی غلی کړي، خو له هغې وروسته به جنرال دوستم بیا تر فشار لاندې وي."

خو ځيني نور د هغې له ډلې د افغان ولس د بېدارۍ د ګوند رئیس او د سیاسي ګوندونو کور په دې باور دی چې وروستۍ هڅې په راتلونکو انتخاباتو کې د جنرال دوستم د نفوس څخه د استفادې په خاطر دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG