د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

دفاع او کورنیو چارو وزارتونه: وروستي تقاعدونه د قانون له مخې شوي


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزراتونه وايي چې تقاعد ته د دغه وزارتونو د جنرالانو سوق کول د قانون له مخې شوی او وايي، دغه جنرالان د خدمت د مودې له پوره کېدو وروسته تقاعد ته سوق شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې د دغه وزارت جنرالان په دوو ګروپونو کې د افسرانو او ساتنمنانو د ذاتي قانون له مخې تقاعد ته سوق شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افسرانو او ساتنمنانو د ذاتي قانون له مخې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې په لومړي ګروپ کې ۱۱۳جنرالان او په دوهم ګروپ کې چې تازه تقاعد ته سوق شوي دي ۱۱۹ تنه دي چې په ټوله کې د دغه وزارت ۲۳۲ جنرالان چې د خدمت موده‌یې پوره کړې وي تقاعد ته سوق شوي دي."

نجیب دانش
نجیب دانش

ښاغلی دانش وايي، دغه اقدام به په امنیتي ځواکونو کې د ځوانانو له ونډې اخیستلو سره مرسته وکړي.

نوموړی تجربه، مسلکيتوب او د خدمت دورې پوره کېدل د جنرالۍ د رتبې معیارونه بولي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د دغه وزارت د احتیاط له ۲۵۰ څخه زیات جنرالان تقاعد ته سوق شوي دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"احتیاط هغه ځای دی چې دغه جنرالانو هلته وظیفه نه اجرا کوله، بلکې د دفاع وزارت په احتیاط کې وو او عمرونه‌یې هم تقاعد ته برابر شوي و چې د همدې دلیل له مخې دوی تقاعد ته سوق شوي دي."

د خپاره شویو راپورونو پر اساس د تېر کال د دلوې په میاشت کې هم د دفاع وزارت ۱۶۴ جنرالان تقاعد ته سوق شوي وو چې هغه مهال د دې اقدام هدف اصلاحات او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځوانانو ته د ونډې د ورکړې د زمینې برابرول ښودل شوي وو.

د شااوخوا دوه زره جنرالانو او لوړپوړو افسرانو د تقاعد طرحه د تېر لمریز کال د عقرب په میاشت کې وروستۍ شوې ده.

د دغې طرحې له مخې ۷۰ سلنه جنرالان به تقاعد ته سوق شي.

له بلې‌خوا یو شمېر هغه جنرالان چې تقاعد ته سوق شوي دي له دغه اقدام څخه ناراضه دي.

د اطفائیې پخوانی رئیس او تقاعد ته سوق شوی جنرال محبوب امیري وايي:

"د جګړې شرایطو ته وګورئ، نا امنۍ ته وګورئ، دښمانان د کابل دروازو ته رسېدلي دي او دغه اقدام کدر وژنه ده."

اخوا د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون منشي شکیبا هاشمي په اوسنیو شرایطو کې د حکومت دغه اقدام ناسم ګڼي او ټینګار کوي چې باید د دغو جنرالانو له تجربو لا ډېره استفاده شوې وی.

خالد پشتون
خالد پشتون

خو د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی خالد پښتون په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو او ځوانانو ته د فرصت برابرولو لپاره تقاعد ته د جنرالانو سوق کول پر ځای او ګټور ګام بولي.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې اصلاحات مهم او جدي ګڼي او وايي چې دغه کار باید د قانون مطابق ترسره شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG