د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د ناټو د سرمشریزې په اړه په زړه پورې معلومات


په بروکسل کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون، د ۴۹ هېوادونو مشرانو برخه اخیستې ده.

په دې غونډه کې د اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو او د نړیوال بانک استازو هم ګډون کړی دی.

د ناټو په مرکزي دفتر کې د مېلمنو د هرکلي لپاره د سره فرش پر ځای، ۱۱۰ متره ابي فرش غوړېدلی دی، دا ځکه چې د ناټو نشان ابي دی.

په دې سرمشریزه کې تر ټولو ځوان مشر د استونیا صدراعظم ۴۰ کلن یوري راتاس دی.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ته بیا دا ویاړ ور په برخه شوی دی چې دا یې اتم ځل دی چې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي.

د هر مشر د خبرو لپاره درې دقیقې وخت ټاکل شوی دی او دا پرېکړه هم شوې ده چې رسمي ابلاغیه به په ۳۴ مخونو کې ۷۹ پاراګرافه وي.

د ناټو د مشرانو د غونډې له پيلېدو سره سم د بروکسل په هغه سیمه کې چې د ناټو مرکزي دفتر او پخوانی مرکزي دفتر دی، لارې تړلې دي.

د غونډې د امنیت لپاره نږدې ۱۰ زره امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي او د ۱۳ هېوادونو ۲۲ هیلکوپټرونه د بروکسل پر فضا څرخي.

د دې خبري غونډې د راپورونو لپاره، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نږدې ۲۳۰۰ خبریالان راغلي دي.

XS
SM
MD
LG