د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲ غویی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۴

بریتانیا: مسموم شوی چارلي رولي له بې‌هوښۍ وتلی


بریتانیا کې روغتیايي چارواکي وايي، هغه سړی چې په وروستیو کې د وژونکو کیمیاوي موادو سره د تماس له کبله مسموم شوی و، له بې‌هوښۍ وتلی او اوس په بهتره روغتیايي وضعیت کې دی.

د چارلي رولي په اړه د سالزبري روغتون د سې شنبې د ورځې دا اعلان له هغې دوه ورځې وروسته دی چې د نوموړي ملګرې ډان سټورګیس د نوویچوک په نوم له دې کیمیاوي موادو سره د تماس له کبله روغتون کې ساه ورکړه.

د روغتون له‎خوا په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي:

"موږ د چارلي رولي په وضعیت کې کوچنی، خو مهم بدلون مشاهده کړی. د هغه وضعیت لا هم وخیم دی، خو د مرګ له خطره وتلی."

دا سړی او ملګرې یې د جون په ۳۰مه نېټه بې‌هوښه وموندل شول.

چارواکو وروسته ومونده چې دوی د نوويچوک په نوم په هغو کیمیاوي موادو مسموم شوي چې پخواني شوروي اتحاد تولید کړي او د مارچ په میاشت کې په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغې د لور یولیا د مسمومېدو لپاره کارول شوي وو.

بریتانوي چارواکو هغه مهال د دې د مسمومېدو پړه پر روسیې اچولې وه چې د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ‌یې ډیپلوماتیک کړکېچ رامنځته کړ.

XS
SM
MD
LG