د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

سرخط: پخواني جګړه ماران او زورور د حکومت روغې سترګې ته برابر شوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د حکومت له‎خوا د یو شمېر زورواکو د نیول کېدو او په تړاو یې د غبرګونونو په اړه لیکلي دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، څو ورځې کېږي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پخواني جګړه‌ماران او اوسني زورور د حکومت روغې سترګې ته برابر شوي او څو تنه‌یې یو په بل بسې لاس تړلي کابل ته راوړل شوي دي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، په دوی کې زورور او مشهور یې د فاریاب نظام‌الدین قیصاري او د ارزګان رحیم‌الله خان دي چې تر نښتو او د دوی د پلویانو تر ژوبلېدو او وژل کېدو وروسته نیول شوي او کابل ته رالېږدول شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، د قیصاري تر نیولو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم له ترکیې نه حکومت ته ګوته وڅنډله او ګواښ‌یې وکړ چې که دا سړی بېرته خوشې نه‎شي، ورته به ښه نه‎وي او د شمال ډېری سیمې به ناامنه شي او هم په کور دننه د حکومت او نظام پر ضد بېلابېلې هڅې، شورشونه او خوځښتونه پیل شول.

د ورځپاڼې په باور دغه ډله کسان اوس تر طالب او بل هر ترهګر د خلکو، وطن، خاورې نظام او حکومت لپاره ډېر خطرناک دي او حکومت‌یې باید په وړاندې دوه زړه نه‎شي او د نیولو دغه لړۍ جاري وساتي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په‎دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي.

هیواد لیکي، د جنایتکارانو پر ضد د حکومت پرېکړه د ټول ملت غوښتنه ده.

ورځپاڼه لیکي، په کور دننه یو شمېر داسې کسان شته چې وسله او زور کاروي او په تېرو څو لسیزو کې یې د ټوپک او برچې په زور پر ملت باج چلولی دی او له حکومت‌یې راج اخیستی دی.

د مطلب د لیکونکي په وینا، د دوی مخنیوی ستره اړتیا ده او باید د خپل‎سریو مخه‌یې ونیول شي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، حکومت د دوستم د ملېشو قوماندان او د بدخشان یو غیر مسؤل کس ونیوه، په غبرګون کې یې د شمال په اوو ولایتونو کې خلک لاریونونو ته راووتل، لارې یې وتړلې، د اقینې بندر یې بند کړ او د هېواد د ملي یووالي پر خلاف‌یې بیرغونه پورته کړل.

  • سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې حکومت دغه کار د څه لپاره وکړ؟

که هدف‌یې د غیر مسؤله وسله‎والو محاکمه وي، دوه نورې پوښتنې باید ځواب شي:

  • لومړی دا چې درې نیم کاله ولې د ملېشې جوړولو او د غیر مسؤله وسله‎والو د پیاوړتیا لپاره کار وشو؟
  • دوهم دا چې ایا له مرکز تر ولایتونو دا نور غیر مسؤل وسله‎وال هم باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او که نه هغوی معاف دي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، دلته د ابهام ټکی اندېښنې زیاتوي.

ویسا په‎دې اړه په خپل یو بل مطلب کې لیکلي چې د قیصاري د نیول کېدو په تړاو په شمال کې د مظاهرو په اړه د جنرال دوستم د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند ویلي چې که حکومت د خلکو په وړاندې له وسلې کار واخلي له ورته عمل سره به مخ شي.

XS
SM
MD
LG