د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس امریکایي ورځپاڼې د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د یو مهم مرکز د نیولو په اړه مطلب خپور کړی دی.

دا پوځي ورځپاڼه د افغانستان په ختیځ کې د ناټو ځواکونو د قوماندان په حواله لیکي چې هسکه مېنه ولسوالۍ کې د افغان او امریکایي ځانګړو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د داعش مرکز چې دې ډلې په سیمه کې خپل پایتخت ګاڼه، نیولی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، په‎دې ګډو عملیاتو کې د افغان او امریکایي ځانګړو ځواکونو یا سپېشل فورس ۶۰۰ سرتېرو او افسرانو برخه درلودله.

سټارز اېنډ سټرایپس ته امریکایي پوځي چارواکو ویلي دي چې شااوخوا ۱۷۰ داعشیان چې په‎دې مرکز کې وو، د سیمې غرونو ته په شا تمبول شوي دي.

د مطلب لیکوال وایي چې د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ چې د ډیورند په کرښه پرته ده، داعش ډلې ته د اکمالاتو اساسي لار بلل کېږي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ غره‎ییزې جغرافیې ته په پام طالبان، القاعده او اوس داعش ډله له دې سیمې څخه د خپلو فعالیتونو له‎پاره کار اخلي.

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر امریکایي سرتېرو وروستۍ حملې ته کتنه کړې.

ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د یو بیان په استناد لیکي چې د افغانستان په جنوب کې د یو افغان سرتېري په ډزو کې یو امریکایي سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسمبر له میاشتې راپه‎دېخوا دا لومړی ځل وو چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر بهرنیو ځواکونو دا لومړنۍ حمله وه، له دې مخکې هم په ورته دوو حملو کې امریکایي سرتېري په نښه شوي وو.

د مطلب لیکوال وایي، د افغان ځواکونو له لیکو څخه د دوی پر بهرنیو همکارانو زیاتې او مرګونې حملې د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ میلادي کلونو ترمنځ شوې وې.

سټارز اېنډ سټرایپس د مطلب په پای کې لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون، تېر کال کانګرس ته په خپل یو راپور کې خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او پوځي روزونکو په زیاتېدو سره به یو ځل بیا دا ډول حملې زور واخلي.

که څه هم امریکایي ځواکونو د دې حملې ځای نه‎دی په ډاګه کړی، خو طالبانو د دې حملې مسؤلیت منلی او ویلي دي چې دا حمله په ارزګان ولایت کې شوې ده.

  • ګارډین

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د جګړو او د طالبانو له‎خوا د افغان حکومت د سولې د وړاندیز د ردولو موضوع راخیستې ده.

ګارډین لیکي چې په کوچني اختر کې تر درې ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

ورځپاڼه وایي چې د بیا پیل شویو جګړو او تاوتریخوالي وروستي قربانیان، د غزني ولایت درې ماشومان وو چې د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کې ووژل شول.

ورځپاڼه زیاتوي، افغانستان چې دوه مهم انتخابات په وړاندې لري، د جګړې تر څنګ له سیاسي کړکېچونو سره هم مخامخ دی.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په راتلونکي اکټوبر میاشت او د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي ۲۰۱۹ میلادي کال په پسرلي کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG