د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

ډیپلومات: جګړه ماران د ولسواکۍ د ودې خنډ دي


د افغانستان په اړه د نورو هېوادونو په ورځپاڼو او نشریو کې د خپرو شویو لیکنو په منځ کې مو د واشنګټن ټایمز او ډیپلومات لیکنې غوره کړې دي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه وايي، قطر او متحده عربي امارات به چې په خپل منځ کې سیالان دي، په افغانستان کې له نړیوال ائتلاف سره رسماً یوځای شي.

ورځپاڼې د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په قول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، لیکلي دي چې د قطر او امارات پوځیان به د امریکا د تاریخ تر ټولو په اوږده جګړه کې برخه واخلي.

ویل شوي چې په افغانستان کې د قطري او اماراتي پوځیانو د حضور مسئله به په بروکسل کې د ناټو د راتلونکې اوونۍ په غونډه کې تأیید شي.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر ویلي وو چې د قطر هوايي ځواک د ۲۰۱۸ له لومړیو څخه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اکمالاتي او لوژیستیکي ملاتړ پیل کړی، خو دا به لومړی ځل وي چې د دواړو عربي هېوادونو مځکني ځواکونه افغانستان ته ځي.

ډیپلومات:

ډیپلومات نشریې بیا د افغانستان د یوې بلې موضوع په اړه لیکنه خپره کړې ده.

"د تکنوکراتانو او جګړه مارو مقابله"

تر دې سرلیک لاندې ډیپلومات خپرونې د افغانستان د شمال په تېره بیا د فاریاب د وروستیو مظاهرو یادونه کړې چې د سیمه ییز قوماندان نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په اعتراض کې وشوې.

قیصاري چې د نیول کېدو په اعتراض کې یې دولتي ودانیو او موټرو ته اور ورته کړل شو، د جنرال عبدالرشید دوستم وفادار قوماندان دی.

نوموړی وروسته له دې ونیول شو چې ویل کېږي په یوه امنیتي غونډه کې یې څو تنه په مرګ وګواښل.

د ډیپلومات د مقالې لیکوال وايي، جګړه مار او قومي زورواکان د افغانستان د څلوېښت کلنو جګړو محصول دي.

د ډیپلومات د لیکوال په باور، جګړه ماران د ولسواکۍ د ودې خنډ دي او نوی نسل نه پرېږدي چې هېواد د پرمختګ لور ته روان کړي.

XS
SM
MD
LG