د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۷

حمید الله ایماق د ''فرې فایټ'' سیالیو لومړی مقام ګټلی


د غور د ورزشي فدراسیون چارواکي وايي، افغان لوبغاړی حمید الله ایماق د ''فرې فایټ'' یا ازادې مبارزې په سیالیو کې لومړی مقام ګټلی.

د دغه فدراسیون امر امیر محمد غوري نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې یوه اوونۍ په پاکستان کې روانې وې چې له افغانستان څخه ۷ لوبغاړو برخه درلوده.

نوموړي وویل چې حمیدالله ایماق له غور ولایت څخه ګډون کړی و چې لومړی کمربند یې په خپل نوم ثبت کړی.

XS
SM
MD
LG