د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۴۴

په کندز کې ګڼ شمېر ماشومان شاقه کارونو ته اړ شوي


په کندز کې د جګړې غځېدو، فقر او اقتصادي ستونزو ګڼ شمېر ماشومان شاقه کارونو ته اړ ویستي دي.

په نوموړي ولایت کې یوشمېر مدنې فعالان او د کوچنیانو دحقونو مدافعان وايي چې په کندز کې د شته ناامنیو او جګړو له کبله د فقر او اقتصادي ستونزو لمن پراخه شوې چې له کبله یې یوشمېر ماشومان د خپلو کورنیو د اړټیا پوره کولو په خاطر، د سختو او شاقه کارونو ترسره کولو ته اړ شوي دي.

د دوی په خبره، دغه کارونه د کوچنیانو پر روح او روان منفې تاثیر کوي او وایي، د فقر پدېدې زیات شمېر کوچنیان له صحي خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، جسمي سلامتۍ او له سالمې ښوونې او روزنې څخه محروم کړي دي.

دوی همداشان زیاتوي، که چېرې د ماشومانو ستونزو ته په وخت سره توجه ونشي، نو ښايي په راتلونکي کې ټولنه له بېلابېلو ننګونو او ګواښونو سره مخ شي.

د کندز د کار او ټولنیزو چارو رئیس محمد ظاهر عظیمي هم دغه ستونزې مني او زیاتوې چې تر یوه حده دوی د ماشومانو ستونزو ته رسېده ګي کړې، خو بس یې نه بولي.

XS
SM
MD
LG