د کابل ورځپاڼو نن د سولې د هڅو په لړ کې د سعودي عربستان په راروانې غونډې او د سولې په هڅو کې د پاکستان د همکارۍ په اړه بحثونه کړي دي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې په سعودي عربستان کې راتلونکې اوونۍ د افغان جګړی پر ضد غونډه جوړېږي چې پکې د طالبانو د ګډون امکان هم موجود دی.
ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي دي چې په دې غونډه کې به د نړۍ دیني عالمان د افغان جګړې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالي شورا د ویاند په حواله لیکلي دي چې دغه غونډه د افغانانو لپاره لویه لاس ته راوړنه ده.
د ورځپاڼې په وینا په دې غونډه کې د ګډون لپاره له افغانستان څخه هم د دیني عالمانو یو څلوېښت کسیزه پلاوی سعودي عربستان ته روان دی.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي دي، په داسې حال کې، چې افغان حکومت په سعودي عربستان کې د نړۍ د دیني عالمانو غونډې ته هیله مند دی او وایي چې په دې کې به د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې وشي.
خو د ورځپاڼې په وینا طالبانو د دې غونډې په اړه په غبرګون کې هغه د طالبانو د کمزوري کولو لپاره یوه توطئه بللې او له دیني عالمانو یې غوښتي چې پکې ګډون ونه کړي.
ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې پر د بحث کړی چې ولې یو لوری زیات خوشبین او ټینګار کوي او بل لوری بیا منکر دی.
ورځپاڼې لیکلي دي، داسې هم نه ده چې هیڅ نشته، که څه نه وای، نو ددوی څرګندونو به د سولې بهیر زیانمن کړی وای، خو خامخا یو څه شته او دا چې د دواړو لوریو څرګندونې ضد او نقیض دي، نو هرو مرو یوه معامله موجوده ده.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې په سعودي عربستان کې د افغان جګړې په اړه وروستۍ پرېکړه کېږي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې په کابل کې شااوخوا دریو زرو دیني عالمانو له طالبانو د هر ډول جګړې روایت اخیستی دی او د دوی په لیکو کې یې د سولې په تړاو او د روانې ناروا جګړې په اړه احساسات راپارولي دي او د سعودي غونډه به دغه حالت نور هم پیاوړی کړي.
د ورځپاڼې په وینا د سعودي عربستان غونډه به د افغان، اندونیزیایي او پاکستاني عالمانو پر پرېکړو د تایید مهر ولګوي او دا به په بشپړه توګه یقیني کړي چې په افغانانو تپل شوې جګړه له اسلام سر په ټکر کې ده.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې د سعودي عربستان غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو جوړېږي چې پکې د نړۍ دیني عالمان به په افغانستان کې د ترهګرو کړنې وغندي.
ورځپاڼې وړاندې د ریاض ډیلي د یو راپور په استناد لیکلي دي چې په دې غونډه کې به د نړۍ دیني عالمان د افغان سولې په لارو چارو هم خبرې وکړي.
ورځپاڼه لیکي چې افغان چارواکي بیا تل د سولې او جنګ د مسئلې په اړه پاکستان ته ګوته نیسي او اوس دوی په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې په اړه د اسلام اباد دریځ د پخوا په پرتله خورا بدل شوی دی.
ورځپاڼه وړاندې په اسلام اباد کې د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په حواله لیکي، چې د سولې په اړه یوه مهمه مسله طالبانو ته قناعت ورکول دي، څو د سولې له بهیر سره یوځای شي چې په دې برخه کې د پاکستان له ملاتړه سترګې پټول ممکن نه دي.