د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۵۷

حکمت کرزی له کوېټ سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلی


په داسې حال کې چې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په اړه د دیني عالمانو غونډې ته تیاري نیسي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې په کوېټ کې یې له چارواکو سره اغېزمنې خبرې کړې دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي پرون جمعه پر خپل ټوېټر ولیکل چې په کوېټ کې له چارواکو سره یې د افغانستان پر وضعیت ږغېدلی او د روغتیا، معارف او انرژۍ په برخه کې یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

حکمت خلیل کرزي په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې کوېټ به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت هم پرانیزي.

د کوېټ ګاونډی هېواد، سعودي عربستان به روانه اونۍ د دیني عالمانو د غونډې کوربه وي چې د افغانستان پر سوله به خبرې په کې وشي.

د دې غونډې دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG