د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۴

په غزنې کې چاودنو درې ماشومان وژلي


په غزني کې درې کوچنیان د ماین په دوو چاودنو کې وژل شوي او اوه تنه زخمیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند، عارف نوري پرون جمعه رسنیو ته وویل چې دواړه چاودنې د دې ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې شوې دي.

د ګېلان ولسوال، محمد کریم ګېلانوال ویلي چې یوه چاودنه په شینکۍ کلي او بله په ضابط قلعه کلي شوې دي.

دواړه ماینونه د ماشومانو د لوبو ځای ته نږدې چاودېدلي دي.

د ښاغلي ګېلانوال په وینا، د زخمیانو حالت نازک و او د غزني ښار ته د درملنې لپاره لېږدل شوي دي.

د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی، خو د غزني چارواکو يې پړه پر وسله والو طالبانو ور اچولې ده.

XS
SM
MD
LG