د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۳۶

د بغلان د کرنې ریاست: دغلته د زعفرانو کښت ښه نتیجه ورکړې


د بغلان د کرنې ریاست له بزګرو غوښتنه کړې چې د کوکنارو پرځای زعفران وکري.

د دې ولایت د کرنې رئیس، عبدالوهاب خیر زاده پرون جمعه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې بزګرو ته یې د بدیل کښت ځانګړې بستې هم برابرې کړې دي.

عبدالوهاب خیرزاده وویل:

"خوشبختانه، په بغلان کې د زعفرانو کښت ښه نتېجه ورکړې ده، موږ د درې سوه بزګرو لپاره روزنیز کورس لرو چې هغوی ته د زعفرانو د کرلو او پاللو په اړه معلومات ورکړو، موږ به هغوی وپوهو چې ولې زعفزان د کوکنارو ښه بدیل ګڼو."

د بغلان د کرنې ریاست تېره اوونۍ په هغو ولسوالیو کې چې تاریاک کرل کېږي، زیاتو بزګرو ته د زعفرانو تخم هم ورکړ.

د بغلان د کرنې ریاست وايي چې سږکال پر پنځوس جریبه ځمکه زعفران کرل کېږي.

XS
SM
MD
LG