د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۴

لغمان کې د ولسمشر غني د ځانګړي ګارد له‌خوا وژل شوې نجلۍ د کورنۍ سره مرسته وشوه


ارشیف

د لغمان سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د هغه ماشومې له کورنۍ سره يې مرستې کړي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ دغه ولایت د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال يې په یوه ترافیکې حادثه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۱۳ کلنه سلما چې د لغمان په مرکز کې مهترلام ښار کې خپلې کورنۍ ته د حلالې نفقې د پیدا کولو په هدف مستې پلورلې، د راونې اوونۍ دوشنبې په ورځ مازدیګر څلور بجې په یوه تصادفي ترافیکې حادثه کې د ولسمشر د ځانګړي ګارد د موټرو له ټایرونو لاندې شوه او د تل لپاره له خپلې کورنۍ جلا شوه.

د لغمان سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د دغه وژل شوې ماشومې له کورنۍ سره د غمرازۍ په هدف یوه اندازه نغدي مرستې شوي او نورې مرستې به هم ورسره وشي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک د چهارشنبې په ورځ په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"نن د ولایت مقام رهبري د دې ماشومې له کورنۍ سره د غمرازۍ په هدف د هغې کورته ورغلل، عذر يې ورته وکړ او نغدي مرسته يې هم ورسره وکړه او دا کاملاً یوه تصادفي پېښه وه قصدي عمل نه‎وو."

ښاغلی ځواک وايي؛ دا یوه تصادفي دردونکې حادثه وه چې د پړۍ ګوته په‎کې هېچاته نه‎شي نیول کېدای.

دا په‎داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني د ختیځو ولایتونو په سفر تللی وو چې د دوشنبې په ورځ لغمان ته ورسېده او په‎دې ولایت کې يې له بېلابېلو خلکو سره ولیدل.

که څه هم دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر د ځانګړي ګارد له لوري په تصادفي ډول په ترافیکي حادثه کې یوه ماشومه وژل کېږي، خو زیات شمېر کسانو وړاندې تردې د جمهوري ریاست د دې ځانګړي ګارد له ناسم چلنده شکایت کړی دی.

سلما د مهترلام ښار د تاش ګړیو د سیمې اصلې اوسېدونکې او د کورنۍ یوازینې نفقه پیدا کوونکې نجلۍ وه.

کورنۍ يې وايي، بې وروره سلما پنځه خوېندې لري چې دا تر ټولو مشره وه.

ماما يې حاجي ګل ساپي ازادي راډيو ته وویل چې د سلما په مړینه يې کورنۍ خواره شوه او د ګټې وټې یې هېڅوک پاتې نه شول.

دی وايي:

"هو دې ماشومې په ښار کې مستې خرڅولې ځکه کورنۍ يې د اقتصاد له پلوه ډېره کمزورې وه، که زه ورسره ونه اوسم نو دومره څوک يې پاتې نه‎شول چې یوه مړۍ حلاله نفقه ورته پیدا کړي ځکه پلار يې سپین ږیری دی او د هېڅ کار نه دی."

ښاغلی ساپي له حکومته غوښتنه کوي چې باید دغه قضیه په جدي ډول وڅېړي او د ماشومې له مور او پلار سره نورې مرستې هم وشي.

بل‎خوا د لغمان یو شمېر مدني فعالان که څه هم دې ولایت ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر ګټور ګڼي، خو وايي چې دغه پېښې ټول لغمان غمجن کړو.

له ډلې يې نظر افغان ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشر ګارد باید ولایتونو ته د خپلو سفرونو پرمهال دغه ډول مسایلو ته پوره پاملرنه وکړي، څو په راتلونکې کې د ورته غمجنو پېښو مخه ونیول شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG