د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د انتخاباتو کمېسیون: د دارالانشا څوکۍ ته دې ژر تر ژره نوی کس ور وپېژندل شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له جمهوري ریاسته غواړي چې ژر تر ژره د دغه کمېسیون د دارلانشا څوکۍ ته نوی او وړ کس معرفي کړي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو بهیر حساس پړاو ته رسېدلی، خو لاهم د دغه کمېسیون د دارلانشا ریاست د سرپرست له لوري اداره کېږي.

د دغهکمېسیون کميشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دارلانشا څوکۍ ته د نوي کس نه معرفي کېدل، د دوی کارونه ټکني کړي دي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

دی زیاتوي:

“د دالانشاه څواکۍ ته د یوه قوی مدیر نشتون یوه لویه ستونزه ده، شدید کمبود یې احساسېږي او ممکن دغه بهیر ته زیان ورسوي، نو زمونږ هیله داده چې کوم لېست چې جمهوري ریاست ته استول شوی، باید ژر ترژره یو کس د دارلانشاه د رئیس په توګه مونږ ته را وپېژني.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارلانشا ریاست د نېږدې یو کال راپدېخوا د سرپرست له خوا اداره کېږي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نېږدې دوه اوونۍ وړاندې د د دغه کمېسیون د دارلانشا څوکۍ ته د پخوانیو نوماندانو د حقونو په خوندیتوب د ۱۳ نویو نوماندانو نوم‎ لړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاره، تر څو د دغو کسانو له ډلې یو تن دوی ته د درالانشا د رئیس په توګه معرفي کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري د دارلانشا څوکۍ ته د نوماندانو نوم‎ لړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته استول شوی او جمهوري ریاست به ډېر ژر د يادو نوماندانو له ډلې يو تن کمېسیون ته ور وپېژني.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

“د کمېسیون له لوري ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېست استول شوی چې ډېر ژر به د دغو کسانو له ډلې یو وړ کس چې شرایط یې پوره کړي وي، کمېسیون ته ور وپېژندل شي.”

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې اجرائیه رئیس یوسف رشید وايي، حکومت باید هڅه ونه کړي چې د خوښې وړ کس دې څوکۍ ته معرفي کړي.

د نوموړي په وینا، که چېري د کمېسیون د دارلانشا څوکۍ ته وړ او بې طرفه کس معرفي نه شي، د انتخاباتو پروسه به له ګڼو ننګونو سره مخ وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG